په اتریش کې یوه ښځه له دې کبله په ۲۰ کاله زندان محکومه شوې چې خپل زوی یې د سپي په یو کوچني قفس کې قید کړی او شکنجه کړی دی.
ددغې ښځې محاکمه د دوشنبې په ورځ پیل شوې وه. پر هغې تور و چې د ۲۰۲۲ له جولای څخه تر نومبر پورې، خپل ۱۲ کلن زوی یې په مکرر ډول وهلی ډبولی، د سپي په قفس کې یې قید کړی او په سړه هوا کې یې یخې اوبه ورباندې اړولي دي.
د اتریش په شمال ختیځ کریمز کې یوې محکمې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۹ (کب ۱۰) دغه ۳۳ کلنه ښځه د قتل د هڅې په ګډون په ګڼو تورونو مجرمه وګڼله.
د هغې ۴۰ کلنې ملګرې ته، چې دې کار ته د نوموړې په هڅولو تورنه شوې، د ۱۴ کاله بند سزا ورکړل شوې ده.
د پنجشنبې د پرېکړې په اړه د استیناف غوښتنه کېدای شي. محکمې امر کړی چې د دواړو ښځو رواني درملنه وشي.
د رواني ناروغیو یو ډاکټر محکمې ته وویل، دغه مور په رواني ناروغۍ اخته ده.
نوموړې په ۲۰۲۲ کې وروسته له هغه ونیول شوه چې د ټولنیزو خدماتو ادارې ته خبر ورکړل شو او د هغې زوی یې په داسې حالت کې وموند چې په خوارځواکۍ او هایپوترمیا اخته شوی و.
د اتریش د رسنیو په حواله، دغې ښځې محکمې ته ویلي چې غوښتل یې خپل زوی ته "ادب وښيي" او په دې اړه یې بخښنه غوښتې ده.
د محکمې قاضي ویلي چې دغه هلک د رواني پلوه "په بشپړ ډول ویجاړ شوی" دی. ایالتي حکومت یو کمیسیون ګمارلی چې ددغه هلک په ژغورلو کې د حکومتي ادارو د ممکنه ناغیړۍ په اړه پلټنه وکړي.
د "ډیر سټنډرډ" ورځپاڼې راپور ورکړی چې دغه هلک یو ځل له خپلې مور څخه تښتېدلی خو چارواکو هغه بیرته ورسپارلی و.
فورم \ دبحث خونه