د لاس رسي وړ اتصالات

د فرانسې پولیسو هغه سړی نیولی چې "خپله ښځه یې ۱۲ کاله بندي" کړې وه  


تصویر د دې پېښې سره تړاو نلري. له ارشیف څخه اخیستل شوی
تصویر د دې پېښې سره تړاو نلري. له ارشیف څخه اخیستل شوی

په فرانسه کې پولیس وايي چې یو ۵۵ کلن سړی یې د ۱۲ کالونو لپاره د خپلې ښځې د زنداني کولو په تور نیولی دی.

پولیسو له هغه وروسته دا کس ونیوه،‌ چې ښځه یې په بد حالت کې په سړک کې وموندل شوه. ښځې ویلي دي چې مېړه یې ۱۲ کاله په خپل کور کې بندي کړې وه.

دا ښځه او مېړه دواړه جرمنیان دي. پولیس وايي چې د ښځې سر په خپل کور کې خریل شوی او په بدن یې هم ځینې ټپونه لیدل کېږي. یوې سرچېنې فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي‌ دي داسې ښکاري چې دا ښځه شکنجه شوې هم ده.

په سیمه کې یو څارنوال الیویر ګلاډي ویلي چې له معایناتو وروسته معلومه شوې چې د هغې صحت «ښه نه» دی، خو نوموړي بیا وروسته یو خبري کنفرانس ته وویل چې د هغې هډوکي مات شوي نه دي‌ او په بدن کې یې زخمونه هم نشته.

د هغې د وینې د معایناتو نتیجه هم ښکاره کوي چې د بدن مایعات او اوبه سۍ کم شوي نه دي او د ګلاډي په خبره داسې ښکاري چې دا قضیه له یوې وحشتناکې صحنې څخه د یوې بیمارې ښځې د عدم مراقبت او هغې ته د نه پاملرنې په لوري روانه ده.

دا پېښه د فرانسې په ختیځ کې د «فوباخ» په سیمه کې شوې، دا سیمه جرمني سره سرحد ته نژدې ده. پولیس وايي چې د ودانۍ د خوب کوټه او نورې کوټې په فلزي مزو تړل شوې وې.

پولیس وايي چې دغې ۵۳ کلنې ښځې تیلیفون پیدا کړی او د جرمني د «ویسبادن» په سیمې کې یې پولیسو ته زنګ وهلی دی او پولیسو بیا خپل فرانسوي همکاران خبر کړي دي.

د الېشیا په نوم یوې ګاونډۍ ویلي چې د دغې ښځې مېړه له شاوخوا لسو کالونو راهېسې خلکو ته همدا یوه خبره کوله چې ښځه یې د «سرطان په رنځ اخته» شوې ده. هغې وویل: «ما هېڅکله دا ښځه نه ده لېدلې او فکر نکوم چې هغه دې له کوره وتلې هم وي. کله ناکله به مو نارې او سورې اورېدل خو فکر مو کاوه چې شاید د رنځ له کبله وي.» نوموړي وویل چې د ښځې مېړه «ډېر مودب او ښه» سړی و.

سیمه ایزې رسنۍ وايي چې پولیسو یوه کتابچه هم پیدا کړې ده چې په کې لیکل شوي‌ چې دې ښځې ته په کوم وخت کې او څومره خواړه ورکړل شي، خو څارنوال دا خبر تائید نکړ.

په ۲۰۱۹ کال کې پولیس دغه کور ته بلل شوي وو خو وايي چې د ستونزو کومه نښه یې ونه لیدله. ګلاډي وايي چې دا سړی وزګار و او ویل کېږي چې مخکې یې په جرمني کې په کوم شرکت کې کار کاوه. پولیسو د هغه د توقیف موده ۲۴ ساعتونو ته عځولې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG