د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو د کرکټ بورډ پخوانی مشر عزیزالله فضلي نیولی ـ سرچینه


امنیتي سرچینې وايي چې د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیزالله فضلي د طالبانو حکومت د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

د کابل امنیه قوماندانۍ یوې سرچینې نن دوشنبه جولای څلورمه (چنګاښ ۱۳) امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې عزیزالله فضلي تیره ورځ هڅه کوله کرکټ بورډ ته داخل شي او ځان ددغه بورډ نوی رئیس اعلان کړي. سرچینه وايي چې د کرکټ بورډ امنیتي ساتونکو د هغه مخنیوی کړی دی.

دغه امنیتي سرچینو وویل چې ښاغلي فضلي د طالبانو د مشر په نوم د خپلې مقررۍ جعلي مکتوب له ځان سره کرکټ بورډ ته وړی و.

سرچینې وویل چې له پیښې وروسته، ښاغلي فضلي د طالبانو د رئیس الوزرا په امر نیول شوی دی.

دغه سرچینې زیاته کړه: "عزیزالله فضلي تیره ورځ له یو جعلي مکتوب سره کرکټ بورډ ته تللی و. وسله وال کسان هم ورسره و. د بورډ ساتونکو یې مخه نیولې، وروسته هوايي ډزې هم شوي. تر هغه وروسته رئیس الوزرا د نوموړي د نیولو امر وکړ. اوس نیول شوی او بندي دی."

پر همدې مهال د افغانستان کرکټ بورډ یوې سرچینې هم امریکا غږ ته وویل چې عزیزالله فضلي له رسمیاتو پرته هڅه کوله کرکټ بورډ ته داخل شي چې د امنیتي ساتونکو لخوا یې مخه نیول شوې ده.

دغه سرچینې وویل: "د اصولو له مخې نوموړی باید رسمیاتو کې راغلی وای. اما عزیزالله فضلي صاحب له رسمیاتو وروسته کرکټ بورډ ته راغلی و. امنیتي مسولینو ورته ویل چې تاسې باید رسمیاتو کې راغلی وای. بل دا چې د اصولو له مخې که یو څوک ځان نوی رئیس معرفي کوي نو باید د رسمي مرجع ادارې امور له لوري د قانوني اسنادو د پروسې له تکمیلېدو وروسته معرفي کیږي. حال دا چې دا کار هم ندی شوی."

عزیزالله فضلي تر دې مخکې هم د افغانستان کرکټ بورډ مرستیال او رئیس تیر شوی دی.

بل خوا کرکټ بورډ ته د نوموړي د تیرې ورځې تګ هم پر ټولنیزو رسنیو پراخ غبرګونونه پارولي دي. خو پخپله عزیزالله فضلي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG