د لاس رسي وړ اتصالات

په پولیو اخته د یوې کمکۍ نجلۍ د کورنۍ سرګردانه ژوند


کمکۍ نجیلا په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوی ده چې بدن یې فلج دی.
کمکۍ نجیلا په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوی ده چې بدن یې فلج دی.

بغلان ته راستانه شوی دا کورنۍ له خپلې کوچنۍ نجیلا سره چې په پاکستان کې د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوی ده، سخته سرګردانه ده.

دا کمکۍ نجلۍ نجیلا نومیږي او په داسې حال کې هېواد ته راستنه شوی ده چې بدن یې فلج دی.

دوی تازه د پاکستان له لورې د افغان کډوالو د راستنیدو په پروګرام کې بغلان ولایت ته راغلي دي، چې کورنۍ یې وايي هلته یې ماشومانو ته واکسین نه دی شوی.

دوی غواړي د روغتیا په برخه کې ورته پاملرنه وشي او راستنو شویو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه چټک شي.

په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت د پړیکړې وروسته چې افغان کډوال دې خپل هېواد ته ستانه شي، سلګونه زره افغان کورنۍ هېواد ته د راتګ په حال کې دي.

دا کورنۍ له اسلام آباد څخه بغلان ته راستنه شوی ده او وايي چې له نورو بشري حقونو د محرومیت تر څنګ یې ماشومانو ته هلته واکسین نه دی رسیدلی.

د دې راستنې شوې کورنۍ مشري د نجیلا ورور معاذ الله احمدزی کوي، هغه غواړي چې د راستنو شویو کورنیو روغتیا ته دې پاملرنه وشي او د عامه پوهاوي پروګرامونه دې ورته چټک شي.

احمدزی نه غواړي د کورنۍ نور ماشومان یې د نجیلا پر برخلیک اخته شي او له خلکو هم غواړي چې د ګوزڼ واکسین خامخا خپلو ماشومانو ته تطبیق کړي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "دا سمه خبره نه ده چې د ګوزڼ واکسین نورو ته تاوان رسوي، مالومه ده چې دغه مرضونه په افغانستان کې زیات شوي دي، له هر سړي مې دا هیله ده چې خپلو بچیانو ته دې واکسین پر خپل وخت وکړي ترڅو په دغه ویروس اخته نشي."

نوموړی زیاتوي چې په یاد هېواد کې یې ماشومانو ته پاملرنه نه کېدله او له عمره کمو ماشومانو ته به یې د ګوزڼ ضد ویروس د واکسین څاڅکي نه رسېدل.

معاذ الله خوښ دی چې خپل هېواد ته راستون شوی، خو په پولیو ناروغۍ اخته د خپلې کمکۍ خور نجیلا ژوند ته اندېښنو سره وایي چې د کډوالۍ د سختو او ستړو سره مل ژوند کې یې پنځه کلنه نجېلا د ګوزڼ ناروغۍ ښکار شوه چې د یوه لاس سربیره یې د وجود ټولو غړو کار پرېښودلو وروسته ذهني توازون هم له لاس ورکړ.

دغه درویشت کلن ځوان له مسؤولینو او مرستندویه بنسټونو غواړي چې د نورو اړینو مرستو سربیره دې د دوی ماشومانو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړه: "مونږ هلته د مهاجرت ژوند کولو، څه ډول چې هلته پاکستانیانو ته رسیدګي کېدله نو مهاجرو ته نه کېدله. منو هلته به واکسین راتللو، خو مهاجرو ته واکسین په برخه کې دومره رسېدنه نه کېدله."

د بغلان یو اوسیدونکی، غلام محی الدین چې د ګوزڼ په اړه لازم پوهاوی لري، له راستنو شویو او نورو خلکو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي ځکه د هېواد د ننه د واکسین پروګرامونه په منظم ډول تطبیق کیږي. د نوموړي په وینا، دا ځکه ضروري ده چې ویروس نورو ماشومانو ته سرایت ونکړي.

هغه امریکا غږ ته وویل: "د ژمي سوړ موسم رارون دی او باید ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وشي، زما غوښتنه له هغو کورنیو چې خپلو ماشومانو ته واکسین نه کوي او یا هغه حرام بولي دا ده چې باید واکسین وکړي ترڅو د دې ماشومې په برخلیک اخته نه شي."

پولیو ویروس چې دا مهال د افغانستان او پاکستان ماشومان ګواښي د زیات شمیر کډوالو په راتګ سره یې د خپرویدو ویره شته، که څه هم هېواد ته د راستنیدو سره سم هر ماشوم واکسین کیږي، خو په کور کلې هم غوښتنې دا دي چې لا زیاته توجه وشي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG