د لاس رسي وړ اتصالات

غوریانو کې نښته؛ افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې


د هرات چارواکي وايي چې د دغه ولایت په غوریان ولسوالۍ کې د نښتو له امله افغان ځواکونو او طالبانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د هرات والي عبدالصبور قانع د پنجشنبې په ورځ جولای ۱ (چنګاښ ۱۰) خبریالانو ته وویل طالبانو غوښتل چې تېره شپه د غوریان ولسوالۍ په ودانۍ باندې موټربم برید ترسره کړي او د دغې ولسوالۍ د سوق او ادارې مرکز ونیسي.

خو ښاغلي قانع زیاته کړه چې د میرویس په نوم د ځانګړو ځواکونو یو سرتیري دغه موټر تشخیص او هدف ته له رسېدو وړاندې یې په نښه کړ.

د هرات والي وویل چې له چاودنې وروسته د وسله‌والې نښتې په ترڅ کې د طالبانو د سرې قطعې د اوو غړو په ګډون ۲۰ طالب جنګیالي وژل شوي او لس نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي قانع په وینا په دې نښته کې یو افغان سرتیری هم وژل شوی او درې نور ټپیان دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په تېرو دوو میاشتو کې د هرات په ولسوالیو کې د طالبانو تحرکات زیات شوي او د چارواکو په وینا په دې موده کې یې د هرات په بیلابیلو ولسوالیو کې لږ تر لږه لس موټر بم بریدونه ترسره کړي دي.

XS
SM
MD
LG