د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان دفاع وزارت: په تازه نښتو کې ۲۵۸ طالبان وژل شوي


د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په ۱۵ ولایتونو کې د نښتو او د افغان ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې طالبانو ته درنه مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت ویاند فواد امان د پنجشنبې په ورځ د جولای ۱ (چنګاښ ۱۰) امریکا غږ ته وویل چې په تېره یوه شپه او ورځ کې ۲۵۸ طالبان وژل شوي او ۱۴۲ نور ټپیان شوي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ دا نښتې په ننګرهار، پکتیکا، لوګر، غزني، میدان‌وردګ، کندهار، هرات، بلخ، جوزجان، هلمند، تخار، بدخشان، کندز، بغلان او کاپیسا ولایتونو کې شوي دي.

ښاغلي امان زیاته کړه چې په دغو نښتو کې د طالبانو یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي او دغه راز د افغانستان ملي اردو ځواکونو ۱۶ ماینونه چې د خلکو د تګ راتګ په لارو باندې ښخ شوي و شنډ کړي دي.

طالبانو تراوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په کابل کې د امریکا سفارت په افغانستان کې د تاوتریخوالي لوړې کچې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره له طالبانو څخه غوښتي چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او د سولې خبرو ته ستانه شي.

دغه سفارت د چهارشنبې په ورځ د جون ۳۰ (چنګاښ ۹) په یو بیان کې ویليچې د روان تاوتریخوالي مسؤلیت تر "ډیره حده" د طالبانو په غاړه دی.

په بیان کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس له قوله ویل شوي چې نړۍ به په افغانستان کې "په زور تپل شوی" حکومت ونه مني او زیاته کړې یې ده چې په افغانستان کې یوازې د هغه حکومت مشروعیت او همکاري امکان لري چې بشري حقونو ته درناوی ولري، اعتبار ولري او د خپلو خلکو په منځ کې مشروعیت ولري.

XS
SM
MD
LG