د لاس رسي وړ اتصالات

هرات کې د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژل شوي


ارشیف
ارشیف

په هرات ولایت کې ناپېژنده وسله‌والو د یوې کورنۍ درې غړي په ډزو وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي‌زاده وايي چې دا پېښه تېره شپه د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې شوې ده.

ولي‌زاده زیاتوي چې د دغې کورنۍ غړي د تفریح لپاره له ښار څخه انجیل ولسوالۍ ته تللي وو چې ورباندې ناپیژنده وسله‌والو ډزې کړې دي.

د هغه په وینا په دغه برید کې د یوې کورنۍ درې غړي چې دوه ښځې او یو ماشوم په کې شامل دی وژل شوي او د همدې کورنۍ ۱۱ نور غړي ټپیان شوي دي.

د هرات د پولیسو ویاند وايي چې په ټپیانو کې هم ښځې او ماشومان شامل دي.

د هرات د حوزوي روغتون رئیس ډاکټر عارف جیلاني هم تائید کړې چې د پېښې له ځای څخه درې جسدونه او ۱۱ ټپيان روغتون ته انتقال شوي دي.

دی وايي چې د یو ټپي روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ دی.

تراوسه د دغه وسله‌وال برید لامل څرګند شوی نه دی، خو د هرات سیمه‌ییز امنیتي چارواکي وايي چې پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

XS
SM
MD
LG