د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او چین مشران د جي۲۰ په غونډه کې سره ګوري


د متحده ایالاتو او چين ولسمشر ان
د متحده ایالاتو او چين ولسمشر ان

د متحده ایالاتو ولسمشر جوبايډن او د چين ولسمشر شي جين پينګ به د جي ۲۰ سرمشريزې په څنډه کې چې ټاکل شوې د نومبر په ۱۵مه او ۱۶مه نېټه د اندونيزيا په بالي ټاپو کې جوړه شي، سره وګوري.

دا به لومړی ځل وي چې ولسمشر بایډن سپینې ماڼۍ ته له رسېدو وروسته له خپل چینايي سیال سره مخامخ وګوري. دا لیدنه کتنه په داسې حال کې کیږي چې د چین ولسمشر د دریم ځل لپاره د خپل هیواد ولسمشر شوی دی.

وروسته له هغه چې بایډن د ۲۰۲۱ په جنورۍ کې د متحده ایالاتو ولسمشر شو، د نړۍ دړغو دوو لویو اقتصادونو مشرانو څو ځله د تیلیفون له لارې سره خبرې کړې دي، خو د کوویډ - ۱۹ ناروغۍ له خپریدو وروسته، د چین ولسمشر څو ځله بهر ته له سفر کولو ډډه وکړه.

په همدې حال کې د چین د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ نومبر ۱۱مه وویل چې دا هېواد به له امریکا سره په خبرو کې د بیجینګ له ګټو څخه په کلکه دفاع وکړي. خو دې وزارت ټینګار کړی چې چین به له متحده ایالاتو سره "د توپیرونو/ اختلافونو د مدیریت، د دوه اړخیزو ګټورو همکاریو وده ورکولو د ترویج او د غلطې محاسبې د مخنیوی لپاره" کار وکړي.

سپینې ماڼۍ هم یوه ورځ وړاندې ویلي وو چې د دواړو هېوادونو مشران به په بالي کې سره وګوري او د امریکا او چین مشران به د "د اړیکو د کرښو د ساتلو او ژورولو" په اړه خبرې وکړي. سپینې ماڼۍ دا هم ویلي چې د متحده ایالاتو او چین مشران به "د سیالۍ مسؤلانه مدیریت او ګډ کار کولو په اړه خبرې وکړي چې زموږ د ګټ سره سمون ولري".

د نړۍ د دغو دوو سترو اقتصاد لرونکو هیوادونو د مشرانو دغه غونډه په داسې حال کې کېږي چې دغو دوو نړیوالو قدرتونو د پوځي او دیپلوماتیکو نفوذ له پلوه په تېره بیا د ارام سمندر په سیمه کې یو بل ننګولی دی.

دوه اړخیزه سوداګري، د چین په سینکیانګ سیمه کې د بشري حقونو سرغړونې او د تایوان د خودمختارۍ وضعیت هغه مهمې مسلې دي چې واشنګټن او بیجینګ سره پرې تضاد لري.

په دې ترڅ کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، انتونیو ګوټیرش، د جمعې په ورځ، د نومبر په ۱۱ "د نړي د دوو سترو اقتصادونو امریکا او چین په شمرۍ په پرله پسې توګه د نړیوال اقتصاد په دوو برخو د ویش د خطر" په هکله خبرداری ورکړ.

ګویټرش د جنوب ختیځې آسیا د ټولنې د غړو هیوادونو د مشرانو په غونډه کې وویل: "یو ویشل شوی نړیوال اقتصاد د دوو متفاونو مقرراتو، دوو مسلطو اسعارو، دوو انټرنیټونو او دوو متضادو ستراتیژیو په لرلو سره به، هغو پام وړ ستونزو ته د ځواب ورکولو لپاره د نړۍ وړتیا کمزورې کړي چې ورسره مخامخ یو."

ګویترش د نړۍ د سترو اقتصادونو – متحده ایالاتو او چین – تر منځ توپیرونو او اختلافونو ته په اشارې وویل چې "په هر قیمت" باید ددغه ډول ویش او جدایي مخنیوی وشي.

XS
SM
MD
LG