د لاس رسي وړ اتصالات

بایډن: پر روسیې د نورو بندیزونو په اړه له جي-۷ هېوادونو سره غږېږم


د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن وايي چې په روسیې باندې د نویو بندیزونو لګولو ته چمتو دی او په راتلونکو څو ورځو کې به د نړۍ د اوو سترو اقتصادونو (جي-۷) له مشرانو سره پر نورو اقداماتو بحث وکړي.

ښاغلي بایډن د اروپايي ټولنې له لورې د روسیې په تیلو باندې د نویو بندیزونو له وړاندیز کولو وروسته وویل چې له خبرو اترو وروسته به معلومه شي چې په مسکو باندې نور بندیزونه ولګول شي که نه.

د امریکا متحده ایالتونه هلې ځلې کوي چې په روسیې باندې د کلکو اقتصادي بندیزونو د لګولو او له کیف سره د پوځي او بشري مرستو له لارې په اوکراین کې جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

امریکا او اروپايي ټولنې وار دمخه د روسیې ولسمشر او د هغه د دوو لورګانو په ګډون په یو شمېر لوړ پوړيو روسي چارواکو بندیزونه لګولي دي. مسکو یې په ځواب کې په ولسمشر جوبایډن، د بهرنیو چارو په وزیر انتوني بلینکن، د دفاع په وزیر لوید استن او یو شمېر نورو امریکايي چارواکو هم بندیزونه لګولي.

ښاغلي بایډن داسې مهال په روسیې باندې د نورو ممکنه بندیزونو په اړه خبره کوي چې نن سه شنبه مۍ څلورمه (غوايي ۱۴) اروپايي ټولنې په روسیې باندې یو لړ نوي بندیزونه اعلان کړل چې د تيلو په ټولو وارداتو یې بندیز هم شامل دی.

د اروپايي ټولنې د کمېسیون مشرې اورسلا وان دیر لاین د اروپا پارلمان ته وویل چې« دا کار به اسان نه وي، ځکه چې ځینې هېوادونه په لویه پیمانه د روسیې په تیلو متکي دي...» خو وايي باید وشي.

اروپايي ټولنه باید په قاطع اکثریت دا وړاندیز ومني چې عملي شي.

له دغه اعلان لږ وروسته د هنګري حکومت وویل چې د نويو وړاندیز شویو بندیزونو ملاتړ ځکه نشي کولای چې دا کار به یې «د انرژۍ اکمالات په بشپړ ډول ویجاړ» کړي.

د هنګري د بهرنیو چارو وزیر پیټر سیجارټو په یو ویدیويي پیغام کې، چې په خپل فیسبوک کې یې خپور کړی، ویلي دي چې «په دې بڼې په مسولانه ډول [د وړاندیز] ملاتړ نشي کېدای او موږ ورته په مسولانه ډول رایه نشو ورکولای.»

میرمن وان دیر لاین دا خبره هم وکړه چې د بندیزونو د لګولو لپاره ډېر وخت په پام کې نیول شوی چې اروپايي هېوادونه د روسیې د تیلو د بدیل نورې لارې چارې ولټوي.

روسیې تر دې مخکې په پولنډ او بلغاریا باندې له دې کبله د ګازو انتقال بند کړ چې بیه یې په روسي «روبل» نه پرې کوله. روسيې له اقتصادي بندیزونو وروسته وویل چې باید د ګازو بیه په «روبل» پرې کړل شي. تر دې مخکې اروپايي هېوادونو له روسیې څخه ګاز په «ډالر او یورو» باندې اخیستل.

XS
SM
MD
LG