د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان ته د بایډن او مودي خبرداری: هغه افراطیان وځپئ چې هند په نښه کوي


جوبایډن او نرېندرا مودي
جوبایډن او نرېندرا مودي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جوبایډن د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (سرطان لومړۍ) د هند د صدراعظم نرېندرا مودي سره یو ځای پاکستان ته خبرداری ورکړ هغه افراطیان دې وځپي چې نوی ډهلی په نښه کوي.

دوی دواړو په یوې ګډې اعلامیې کې په پاکستان کې د لشکر طیبه او جیش محمد په ګډون د افراطي ډلو په ضد د اقداماتو غوښتنه کړې ده.

د اعلامیې په اساس بایډن او مودي ترهګري او له نیابتي ترهګرو څخه استفاده کول غندلي او له پاکستان څخه یې غوښتي دي عاجل اقدام وکړي او دا دې تضمین کړي، چې د دغه هېواد د قلمرو هېڅ یوه برخه به د ترهګریزو بریدونو لپاره نه کارول کېږي.

پاکستان، چې له اقتصادي او سیاسي ستونزو سره لاس او ګریوان دی،‌ لا د دغو مشرانو د خبرداري په اړه څه نه دي ویلي.

د فرانس پرس د راپور په اساس بایډن او مودي همدغه راز له پاکستان څخه وغوښتل چې د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ د خونړي برید او نورو بریدونو عاملانو ته سزا ورکړي.

د نرېندار مودي په مشرۍ د هند حکومت د پاکستان په ضد جدي اقدامات پیل کړي او په ۲۰۱۹ کال کې یې وویل چې په پاکستان کې یې یو هوايي برید هم کړی دی.

متحده ایالتونه په تاریخي لحاظ د پاکستان نژدې شریک و، خو داسې ښکاري چې د افغانستان د طالبانو او پاکستان د پوځ او استخباراتو ترمنځ د اړیکو په اړه د واشنګټن زغم تمام شوی وي.

د بایډن حکومت له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته پاکستان له ځان څخه لېرې ساتلی او برعکس یې له هند سره روابط ښه کړي دي.

د هند تر څنګ د افغانستان مخکني‌ حکومت هم په وار وار پاکستان د طالبانو په ساتلو، پاللو، تجهیز او افغانستان ته د جګړې لپاره په استولو تورن کړی و، خو پاکستان د ا تورونه نه مني.

XS
SM
MD
LG