د لاس رسي وړ اتصالات

مودي د امریکا کانګرس ته: د هند او امریکا اړیکې به د نړۍ برخلیک وټاکي


د هند صدراعظم نرېندرا مودي د متحدو ایالتونو کانګرس ته د وینا په حال کې
د هند صدراعظم نرېندرا مودي د متحدو ایالتونو کانګرس ته د وینا په حال کې

د هند صدراعظم نریندرا مودي د پنجشنبې په ورځ جون ۲۲ (سرطان لومړۍ) د کانګرس مشترک مجلس ته وویل چې متحده ایالتونه د هند لپاره خاص ځای لري او د دغو دواړو هېوادونو اړیکې د نړۍ برخلیک ټاکلی شي.

مودي په خپلو خبرو کې د دواړو هېوادونو په مشارکت او په پایلو یې ټېنګار وکړ.

نریندرا مودي وویل: «کله هم چې امریکايي شرکتونه پرمختګ کوي، په هند کې د هغوی تحقیقات او د انکشاف مرکزونه غوړېږي.» هغه همدغه راز وویل چې کله هند امریکا ته د یوې الوتکې د جوړولو فرمایش ورکړي، د څه باندې «یو میلیارد دندو فرصتونه» برابر کېدای شي.

د هند صدراعظم د نوي ډهلي او واشنګتن دفاعي همکاریو ته هم اشاره وکړه او وویل چې همدا څه موده مخکې دا ډول همکاري پردۍ ښکارېده، ځکه چې روسیه د هند د وسلو او دفاعي صنایعو لویه اکمال کوونکې وه، خو ویې ویل چې اوس متحده ایالتونه د هند یو مهم دفاعي شریک دی.

مودي زیاته کړه: «کله چې په هند کې دفاعي او فضايي صنعت وده کوي، د واشنګټن، اریزونا، جورجیا، الاباما، جنوبي کارولینا او پنسلوانیا په ایالتونو کې صنایع غوړېږي.» هغه وویل چې د امریکا او هند روابط د دواړو هېوادونو لپاره ځانګړی ارزښت لري.

نریندرا مودي د کانګرس غړو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «متحده ایالتونه او هند په فضا او اوبو کې، په ساینس او علومو (سیمي کنډکټرز) کې نوې او ثابتې دندې ایجادوي او د تکنالوژۍ او تجارت، د کرنې او مالیي، هنر او مصنوعي ځېرکتیا، انرژۍ او زده کړو، روغتیايي او بشري برخو کې ګډ کار کوي.» هغه همدغه راز د دواړو هېوادونو اړیکې «بې انتها» وبللې او ویې ویل چې «متحده ایالتونه د نړۍ تر ټولو زړه دموکراسي او هند تر ټولو لویه دموکراسي» ده.

نوموړي زیاته کړه چې د واشنګټن او نوي ډهلي ترمنځ د زراعت، تکنالوژۍ او نورو برخو کې همکاري به د بشریت د خدمت مصدر وګرځي او د اقلیم د بدلون، فقر او روغتیا په برخو کې به نړیوالو ستونزو ته د حل لارې چارې ولټوي.

د اوکراین جګړه

هند تر دې دمه په اوکراین باندې د روسیې یرغل نه دی غندلی او هڅه کوي چې په دې برخه کې خپل ناپیلتوب وساتي. مودي څه موده مخکې به جاپان کې د جي-۷ هېوادونو په سرمشریزې کې په لومړي ځل د اوکراین له ولمسشر ولادمیر زیلینسکي سره ولیدل او ویې ویل «هر هغه هغه څه چې په وس کې لري،» د اوکراین د بحران ختمولو لپاره به ترې کار واخلي.

نوموړي د امریکا کانګرس ته په خپلې وینا کې دا هم وویل چې جګړې بیا اروپا ته ګرځېدلې او په دې خاطر چې عمده نړیوال قدرتونه په کې دخېل دي، پایلې به یې هم سختې وي. هغه ټېنګار وکړ چې د نړۍ نظم د ملګرو ملتونو د منشور اصولو ته په درناوي، په سوله ایز ډول د شخړو په هواري او د هېوادونو ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ته په احترام ولاړ دی.

هغه زیاته کړه: «دا د جګړې عصر نه دی، بلکې د خبرو اترو او دپلوماسۍ عصر دی او موږ باید د بشریت د کړاو او وینې تویدو د مخنیوي لپاره هر څه چې په توان کې لرو، وکارو.»

مودي د متحدو ایالتونو د استازو د خونې او سنا غړو ته وویل چې په امریکا کې د ۲۰۰۱ د سپتمبر له ترهګریزو بریدونو او په ممبۍ کې له ترهګریز برید څخه څه باندې یوه لسیزه وروسته هم، افراطیت او تروریزم نړۍ ته د یو خطر په توګه په خپل حال دي.

هغه زیاته کړه: «تروریزم د بشریت دښمن دی او د هغه په مقابل مبارزې کې باید هېڅ تا ویلي ما ویلي نه وي.»

نوموړي یو ځل بیا ټېنګار وکړ چې د هند او متحدو ایالتونو روابط به یوازې د دواړو هېوادونو برخلیک نه،‌ بلکې د نړۍ برخلیک به هم ټاکي او د هغه په خبره نړۍ به د لمر په څېر روښانه کړي.

XS
SM
MD
LG