د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو ته د بایډن خبرداری او د ځواکونو ایستلو ته ددې ډلې غبرګون


د امریکا جمهور رئیس جو بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو د نیټې د اعلانولو وروسته د طالبانو ډلې ته خبرداری ورکړ چې په دغه موده کې پر ځواکونو باندې د برید په فکر کې ونه اوسي او که داسې وکړي د جدي غبرګون سره به مخامخ شي.

ښاغلي بایډن پرون وویل: "طالبان باید پوه شي کله چې مونږ وځو، که پر مونږ برید وکړي د خپل ځان او خپلو شریکانو څخه به په ټولو هغو وسایلو چې لرو یې دفاع وکړو."

د امریکا متحده ایالاتو تیر کال د قطر په مرکز دوحه کې طالبانو سره یوه موافقه لاس لیک کړه چې له مخې یې باید ټول بهرني ځواکونه د مۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي.

خو د جمهور رئیس بایډن د تصمیم پر اساس ددغو ځواکونو د وتلو بهیر د مۍ په لومړۍ نیټه پیل او د سپتمبر تر ۱۱پورې بشپړیږي؛ هغه تصمیم چې طالبانو د دوحې تړون نه سرغړونه ګڼلی ده.

د طالبانو ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو دغه څو میاشتنی ځنډ د دوحې موافقطنامې نه څرګنده سرغړونه ده او پکې د شویو ژمنو خلاف کار دی.

دغې ډلې د موافقې د لاس لیک پر وخت د حاضرو هیوادونو او سازمانونو څخه غوښتي چې پر امریکا فشار راوړي تر څو خپل ټول ځواکونه د مۍ تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه وباسي.

د طالبانو ډلې همداشان ویلي دي چې دغه کار به عواقب ولري چې مسولیت به یې د متحده ایالاتو په غاړه وي.

دا پداسې حال کې دي چې ناټو هم ویلي دي له هغه ځایه چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نلري نړیوال ځواکونه به د وتلو بهیر په څو میاشتو کې بشپړ کړي، خو که طالبان پدغه موده کې پر نړیوالو ځواکونو برید وکړي د سخت غبرګون سره به مخامخ شي.

د مذاکراتو دوام

تمه ده چې د افغانستان د سولې په اړه کنفرانس د اپریل په ۲۴مه نیټه په استانبول کې پیل شي. سره له دې چې د افغانستان حکومت په کې د ګډون لپاره تیاری ښودلی دی، د طالبانو ډلې ویلي دي چې د افغانستان څخه په بشپړه توګه د بهرنیو ځواکونو له وتلو دمخه په هیڅ ډول کنفرانس کې ګډون نه کوي.

دغې ډلې دمخه ویلي وو چې که د افغانستان جمهور رئیس استعفا وکړي او واک یو موقت حکومت ته وسپاري، مذاکراتو ته تیار دي.

شیر محمد عباس ستانکزي د جنورۍ په ۲۹په مسکو کې یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې: "که نن اشرف غني له جګړې لاس واخلي او ووایي چې استعفا کوي او د سولې لپاره قرباني ورکوي مونږ حاضر یو چې د نوي حکومت لپاره مذاکرې ...په همدې دلیل هم مذاکره کوو."

ښاغلي غني تازه وړاندیز کړی چې که طالبان یې ومني حاضر دی چې د جمهوري ریاست د دورې له بشپړیدو دمخه انتخابات وکړي. هغه ویلي دي چې حتی حاضر دی چې پدغو انتخاباتو ګې ګډون هم ونه کړي.

د نظام جوړیدل

د طالبانو ډلې په نننۍ اعلامیه کې د "خالص اسلامي نظام" په جوړیدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې له هغه نه به منصرف نشي.

دا پداسې حال کې دي چې امریکا، روسیې،چین او پاکستان د مارچ په میاشت کې په یوه ګډه اعلامیه کې د طالبانو د اسلامي امارت د بیا رامنځ ته کیدو سره مخالفت څرګند کړ.

په اعلامیه کې راغلي: "هماغسې چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۵۱۳ (۲۰۲۰) پریکړه لیک کې ذکر شوي مونږ د اسلامي امارت د بیا راژوندي کولو ملاتړ نه کوو او د افغانستان د اسلامي جمهوري حکومت او ددې هیواد د مصالحې د عالي شورا څخه غواړو چې په علني توګه د طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د یوې حل لارې هڅه وکړي."

د افغانستان حکومت وایي چې ددې هیواد نظام اسلامي دی او د جمهوریت پر دوام ټینګار کوي. خو په اساسي قانون کې د تعدیلاتو لپاره بحث ته تیار دي.

خو د مسکو په غونډه کې د طالبانو د پلاوي مشر عبدالحکیم حقاني وویل د اسلامي نظام پرته به د بل هر ډول نظام پر وړاندې به وجنګیږي.

XS
SM
MD
LG