د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا استخبارات: افغانستان څخه وتل کیدای شي جدي خطر اوسي


د امریکا د متحده ایالاتو لوړپوړي استخباراتي مقامات وایي چې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو طرحه کیدای شي د القاعده او داعش په څیر تروریستي ډلو ته پر متحده ایالاتو باندې د برید لپاره د اړتیا وړ قوت او د بیا راژوندي کیدو فرصت ورکړي.

د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې سي آی اې نوي رئیس بیل برنز، د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۴ (وري ۲۵) د امریکا د کانګرس غړو ته وویل: "کله چې د امریکا پوځ او ایتلاف سرتیري ووځي د پاملرنې وړ خطر موجود دی او دا یو واقعیت دی چې د ګواښونو او د هغه پر وړاندې د اقداماتو په اړوند د (اطلاعاتو) د راټولولو په اړه د متحده ایالاتو د دولت وړتیا راکمیږي."

هغه زیاته کړه چې القاعده او داعش په افغانستان کې همداشان د خپلو وړتیاو د بیا راژوندي کیدو هڅه کوي چې په سیمه، لویدیځ او یا متحده ایالاتو کې پر امریکایي اهدافو برید وکړي.

خو ښاغلي برنز همداشان وویل، هر څومره چې القاعده او داعش وغواړي پر امریکا برید وکړي، "واقعیت دادی چې نن ددغه دواړو څخه هیڅ یو یې دغه وړتیاوې نه لري".

نورو لوړپوړو استخباراتي مقاماتو ویلي دي چې هغه ډول تروریستي ګواښ چې په وجه یې متحده ایالاتو د افغانستان جګړې ته ودانګل، اوس نشته.

د امریکا د ملي استخباراتو رئیسې ارویل هاینس، امریکایي وکیلانو ته وویل د افغانستان څخه راولاړ شوي ګواښونه د چین په څیر هیوادونو چې هغه "بیساری لومړیتوب" وګاڼه او همداشان د روسیې، ایران او شمالي کوریا له لورې د رامنځ ته شویو ګواښونو تر شعاع لاندې راغلي دي.

میرمن هاینس زیاته کړه چې حتی په کور دننه سخت دریځو د افغانستان په پرتله امریکا ته سمدستي ګواښ متوجه کړی دی.

د سي آی اې رئیس وویل هغه څه چې په راتلونکې کې کیدای شي رامنځ ته شي هغه د امریکا سره د طالبانو پر ژمنو پورې مربوط دي.

د ترهګرو ډلو سره د اړیکو غوڅول او د امریکا پر ضد د افغانستان د خاورې څخه د استفاده کولو مخنیوی د امریکا-طالبانو د دوحې موافقې اصلي ژمنې دي چې د ۲۰۲۰کال په فبرورۍ کې لاس لیک شوې.

ښاغلي برنز د کانګرس غړو ته وویل که طالبان پر خپلو ژمنو باندې وفا هم ونه کړي، د امریکا استخبارات به د القاعده او داعش تحرکات وڅاري.

د کانګرس د غړو غبرګون

د جمهوري غوښتونکي ګوند څو لوړپوړو سناتورانو افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن له تصمیم سره مخالفت کړی دی.

د امریکا په سنا کې د لږکي ګوند (جمهوري غوښتونکو) مشر مچ مکانل، وویل: "څرګنده ده چې مونږ د سپتمبر د ۱۱د بریدونو په کالیزې کې د تحفې په توګه ددې هیواد (افغانستان) په بیا ډالۍ کولو له دښمنانو سره مرسته کوو."

سناتور لیندزی ګراهام د بایډن له وینا وروسته خبریالانو ته وویل: "جمهور رئیس زه تاسې ته زاري کوم دغه (د وتلو تصمیم) بیا وارزوئ. ځان مه محدودوئ، ځکه په افغانستان کې به وضعیت په ډیرې چټکی بدل شي. دا به مونږ ته ښه پای ونه لري."

د سنا په مجلس کې د استخباراتو د کمیټې مشر مارکو روبیو، په اندیښنې وویل: "په نژدې راتلونکې کې یو ډیر واقعي احتمال شته، متأسفانه…طالبان به د ټول افغانستان او یا د پام وړ برخو کنترول بیا ترلاسه کړي."

ښاغلي روبیو زیاته کړه: "که دغه کار وکړي، فکر کوم چې د القاعده بیرته راتګ تقریباً قطعي دی. هیڅ څوک انکار نشي کولای چې دا به د راتلونکو کلونو لپاره زمونږ هیواد ته جدي امنیتي پایلې ولري."

له بلې خوا یو شمیر سیاستوالو او وکیلانو د ښاغلي بایډن د تصمیم هرکلی کړی دی.

د امریکا پخواني جمهور رئیس باراک اوباما، وویل: "جمهور رئیس بایډن د افغانستان څخه په بشپړه توګه د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله سم تصمیم نیولی دی. په افغانستان کې به ډیرې سختې ننګونې او زیاتې ستونزې رامنځ ته شي او متحده ایالات باید د دپلوماتیکې لارې او د افغانستان د خلکو د پرمختیایي هڅو له لارې په ځانګړې توګه د هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د بشري حقونو څخه د ملاتړ په خاطر یې خارق العاده ستونزې ګاللي دي."

XS
SM
MD
LG