د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: د اسټرالیا څلورو لوبډلو غوښتي چې ورسره ولوبیږم


که راشد خان د اسټرالیا بګ بش ته واخیستل شو، دی به لومړنی افغان وي چې په دغو سیالیو کې لوبیږي
که راشد خان د اسټرالیا بګ بش ته واخیستل شو، دی به لومړنی افغان وي چې په دغو سیالیو کې لوبیږي

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړی راشد خان وايي د اسټرالیا د بګ بش څلورو لوبډلو ورته رسمي غوښتنلیکونه استولي چې ورسره لوبې وکړې.

بګ بش د اسټرالیا مشهورې تجارتي سیالۍ دي چې تقریبآ هرکال کیږي. هاغسې چې په هند کې آی پي ال کیږي.

راشد خان امریکا غږ اشنا ته وویل "د بګ بش څلورو لوبډلو راته رسمي ایمیلونه استولي او له ما څخه یې غوښتي چې ورسره ولوبیږم، خبرې روانې دي او په دوه دریو هفتو کې به معلومه شي".

له راشد خان څخه مې وپوښتل چې د ډیویډ وارنر لوبډله یې خوښیږي که د موسیز هېنریکس؟ په خندا یې راته وویل "هرې لوبډلې چې ډېرې پېسې راکړې". وارنر او هېنرېکس د اسټرالیا لوبغاړي دي چې په آی پي ال کې له راشد سره د سنرایزر حیدراباد په یوې لوبډلې کې لوبېدل.

که راشد خان د اسټرالیا بګ بش ته واخیستل شو، دی به لومړنی افغان وي چې په دغو سیالیو کې لوبیږي. د بګ بش د سېکسر کپټن هېنرېکس هم ویلي په پام کې لري چې راشد خان یې په لوبډله کې ولوبیږي.

بګ بش کې پر اسټرالیايي لوبغاړو سربېره نړیوال لوبغاړي هم لوبیږي. شاوخوا شپږ لوبډلې په کې دي خو کله ناکه یې لوبډلې کمیږي او زیاتيږي هم.

د راشد خان مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:01:08 0:00

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG