د لاس رسي وړ اتصالات

فرانسه کې د ماشومانو زیږون په کمساري ډول ټیټ شوی

د فرانسې د احصائیې ملي اداره وايي، هره مېرمن په اوسط ډول ۱.۶۸ ماشومان زیږوي چې په ۲۰۲۲ کال کې دا کچه ۱.۷۹ وه.
د فرانسې د احصائیې ملي اداره وايي، هره مېرمن په اوسط ډول ۱.۶۸ ماشومان زیږوي چې په ۲۰۲۲ کال کې دا کچه ۱.۷۹ وه.

د فرانسې د احصائیې ملي ادارې د سه شنبې په ورځ جنوري ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل چې په دغه هېواد کې د ماشومانو زیږون تیر کال د دوهم نړیوال جنګ راهیسې ترټولو ټیټې اندازې ته رسیدلی دی.

دغې ادارې ویلي چې په ۲۰۲۳ کې شاوخوا ۶۷۸ زره ماشومان زیږیدلي، چې له یو کال وړاندې څخه ۶.۶ سلنه کموالی ښيي او دا شمېر له ۱۹۴۶ کال راهیسې په فرانسه کې د ماشومانو د زیږون ترټولو ټیټ کلنی شمېر دی.

د احصائیې له مخې، هره مېرمن په اوسط ډول ۱.۶۸ ماشومان زیږوي چې په ۲۰۲۲ کال کې دا کچه ۱.۷۹ وه.

خو په ورته موده کې د مړینې د کچې د کمېدو په خاطر د فرانسې په ټول نفوس کې ۰.۳ سلنه زیاتوالی ښودل شوی کوم چې د جنوري په لومړۍ نیټه ۶۸.۴ میلیون و.

د احصائیې ادارې وویل چې په فرانسه کې په ۲۰۲۳ کې ۶۳۱ زره خلک مړه شوي، چې د تیر کال په پرتله ۶.۵ سلنه کموالی ښيي. په ۲۰۲۲ کال کې د کرونا وبا او د تودوخې څپه له معمول څخه د مړینې د لوړې کچې لاملونه ګڼل شوي دي.

د احصائیې ادارې وویل چې تیر کال د مهاجرت جریان د فرانسې په مجموعي نفوس کې ۱۸۳ زره خلک اضافه کړي دي.

په فرانسه کې د خلکو د ژوندي پاتې کېدو اټکل هم بې ساري اندازې ته لوړ شوی. د نوې اټکل له مخې، په دغه هېواد کې نارینه په اوسط ډول ۸۵.۷ کاله او ښځه ۸۰ کاله ژوند کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG