د لاس رسي وړ اتصالات

ننګرهار کې د واده مراسمو کې ځانمرګی ۶ تنه وژلي ۱۴ ټپیان دي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې ځانمرګی برید شوی دی.

ځانمرګی برید د پچیراګام ولسوالۍ لپاره د ځايي پاڅونوالو د مشر ملک تور د وراره محمد رحیم د واده په مراسمو کې شوی چې چارواکي وايي، ملک تور او د هغه د یو وراره په ګډون شپږ کسان پکې وژل شوي او ۱۴نور ټپیان شوي دي.

پېښه نن جمعه سهار نژدې اته بجې د «چنګاښ پر ۲۱مه» د بر پچیر سیمه کې شوې ده.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي امریکاغږ ته وویل چې ځانمرګی برید یو ماشوم کړی او پېښه کې د ملک تور په ګډون شپږ کسان وژل شوي او ۱۴نور ټپیان شوي دي.

مخکې د دغه ولایت چارواکو د وژل شوو کسانو شمېر پنځه او د ټپیانو شمېر څه باندې ۴۰ تنه ښودلی و.

خو د سیمې یو اوسېدونکي محمد انور امریکاغږ ته وویل چې د پچیراګام لپاره د ځايي پاڅونوکوونکو مشر ملک تور ځانمرګي بریدګر ته غاړه ورکړې او څنګ ته ولاړ وراره یې یې وژل شوی دی.

نوموړی وايي چې دغه پېښه کې لسګونه کسان ټپيان دي چې روغتونونو ته رسول شوي دي.

د سیمې یو بل اوسېدونکی محمد رفیق هم وايي، چې ځانمرګی بریدګر یو دوولس کلن ماشوم و چې له امله یې ۲۵ ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې دغه برید دوی نه دی کړی، خو بلې ډلې یې هم تر دا مهاله مسؤلیت نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG