د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې نرخونه لوړ شوي، اسلام آباد غواړي افغانستان څخه میوه او سابه واخلي


په پاکستان کې وروستي ویجاړونکي اورښتونه او سیلابونه ددې لامل شوي چې د هغه هیواد په بازارونو کې د میوو او سابو بیه ډیره لوړه شي.

د پاکستان حکومت ددغې ستونزې د هواري لپاره هڅه کوي چې د افغانستان او ایران څخه خوراکي مواد وارد کړي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر نوید قمر د چهار شنبې په ورځ اګست ۳۱ (وږي نهمه) وویل چې حکومت له ایران او افغانستان څخه د سابو او میوو د وادرولو په اړه یو قرار داد ته نږدې شوی او دا وړاندیز د کابینې تصویب ته استول شوی دی.

ښاغلي قمر یو خبري کنفرانس ته وویل:" قیمتونه له وړاندې جګ شوي. که تاسې د پیازو د اخیستلو لپاره ولاړ شئ، نو وابه یې نخلئ. که تاسې د رومیانو د اخیستلو لپاره ولاړ شئ نو تاسې به یې په دیر لوړ قیمت واخلئ."

د طالبانو حکومت او ایران تر اوسه د پاکستان ددغه پلان په دې اړه څه ندي ویلي.

حتی د پاکستان په ختیځ‌ لاهور ښار کې چې د سیلاب ځپلو سیمو څخه لري هم دي د سابو قیمتونه درې برابر لوړ شوي دي.

د احمد علي په نامه د سابو یو پلورنکي وویل:" تیره اوونۍ، ما یو کیلو رومیان په ۹۰ روپیو پلورل او نن د حکومت قیمت د یو کلیو لپاره ۳۰۰ روپۍ دی."

د پاکستان ۲۲۰ میلیونه نفوس له وړاندې د پراخ پاړسوب سره مخ دي کوم چې له امله یې قیمتونه د روان کال په اوو میاشتو کې د تیر کال په نسبت ۲۴.۹ سلنه لوړ شوي دي.

په بهر کې د پاکستان د پولي زیرمو کمیدو ته په کتو او د ډالرو په وړاندې د پاکستاني روپیو د ارزښت بې سارې ټیټیدو د یاد هیواد اقتصاد له سخت مشکل سره مخ کړی دی.

ددې تر څنګ، په پاکستان کې په وروستیو څو اوونیو کې سختو سیلابونو نه یوازې څه باندې ۱۱۰۰ کسان وژلي بلکې د هغه هیواد د کرنې سکټور ته یې سخت زیان اړولی دی او د سابو او میوو د عرضې بهیر یې ټکنی کړی دی.

رویټرز خبري آژانش لیکلي په داسې حال کې چې د پاکستان د کرنې سکټور ته د اوښتو زیانونو کره ارزونه نده شوې خو په هغه هیواد کې به د کورونو او بنسټونو د تاوان ارزښت په میلیاردونو ډالرو وي.

رومیان او پیاژ د پاکستان په اکثریت خوړو کې مهم اجزا دي او په زرګونه ټنه هر میاشت مصرفیږي.

د لاهور د سابو او میوو په مارکیټ کې یو تجار ملک سلیم وایي:" لاهور ته د سابو او میوو عرضه د سیلابونو، اورښتونو او د سړکونو د خرابیدو له امله د هرې ورځې په تیریدو سره کمیږي."

سلیم وویل له اوسني‌ وضعیت مخکې هغوی په ورځ کې د تازه میوو څه باندې ۱۰۰ لارې ترلاسه کولې اوس ۱۰ تر ۱۵ ترلاسه کوي.

پاکستاني چارواکي وایي سیلابونو څه باندې ۸۰۹ زره هکټاره کرنیزه ځمکه زیانمنه کړې، اکثریت ولاړ فصلونه یې له منځه وړي او د نویو فصلونو د کښت فرصت نشته.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د پاکستان د شمالي برخو د لیدو پرمهال خبریالانو ته وویل"د وریجو حاصلات له منځه تللي دي. میوې او سابه هم نشته." د پاکستان صدراعظم زیاته کړه چې اوبو ۷۰۰ زره څاروي هم وژلي دي.

پاکستان سږ کال د تیرو ۳۰ کلونو په نسبت کابو د ۱۹۰ سلنه زیاتو اورښتونو شاهد پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG