د لاس رسي وړ اتصالات

بلینکن د امریکا او چین ترمنځ د اختلافاتو حل غوښتی


د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جون په میاشت کې هم چین ته تللی و.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د جون په میاشت کې هم چین ته تللی و.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د پنجشنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوايي شپږمه) چین ته د سفر په ترڅ کې غوښتنه وکړه چې امریکا او چین خپل اختلافات په "مسئولانه" توګه حل کړي.

بلینکن نن د چین په ستر سوداګریز ښار شانګهای کې وو او تمه کیږي چې له لوړ پوړو چینايي مقاماتو سره د روسیې، تایوان او سوداګرۍ په ګډون پر یو لوړ اختلافي مسایلو باندې سخت بحثونه ولري.

په شانګهای کې د کمونست ګوند له ځايي مشر سره په کتنه کې بلینکن وویل، د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمن دی چې د کلونو ترینګلو اړیکو وروسته، د نړۍ دوه ترټولو ستر اقتصاد لرونکي هېوادونه په خپلو کې "مستقیم او دوامدار" مذاکرات پیل کړي.

بلینکن وویل: "زه فکر کوم د مخامخ خبرو او مذاکرې ارزښت او اړتیا باید درک شي، اختلافات تعریف او د حل لپاره یې کار وشي. موږ د خپلو خلکو او نړۍ په وړاندې مکلفیت لرو چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مخالفتونه په مسئولانه توګه حل کړو."

تمه کیږي چې بلینکن به په بیجینګ کې د مشرتابه سره د لیدو پر مهال له روسیې سره د چین د اړیکو په اړه اندیښنې راپورته کړي.

که څه هم امریکایي چارواکي په پیل کې خوښ وو چې بیجینګ په اوکراین کې د جګړې لپاره روسیې ته وسلې نه دي لیږلي، خو اوس وايي چې په اوکراین کې د جګړې په ډګر کې د مسکو له ناکامیو وروسته، چین په لویه پیمانه صنعتي توکي روسیې ته صادر کړي دي.

د متحده ایالاتو چارواکي په دې باور دي چې چین د خپل کورني اقتصاد په خاطر د لویدیځ اندیښنو ته په غور سره غوږ ږدي او له همدې کبله له لویدیځ سره کړکېچ نه غواړي.

خو چین د بایډن لخوا د یو لړ اقداماتو په اړه هم په غوسه دی چې بیجینګ یې خپل اقتصاد ته ضربه ګڼي.

د متحده ایالاتو کانګرس تازه داسې یو قانون تصویب کړ چې له مخې یې، که د لنډو ویډیوګانو مشهور اپلیکیشن ټیک ټاک له خپل چینايي مالک څخه په راتلونکو نهو میاشتو کې جلا نشي نو په امریکا کې به د بندیز سره مخ شي.

بایډن ددغه قانون ملاتړ کړی او استدلال کوي چې د ځوانانو ترمنځ مشهور دا اپلیکیشن د امنیت او محرمیت اندیښنې راپورته کوي. چین امریکا په غیر عادلانه اقتصادي جبر تورنه کړې ده.

امریکايي چارواکي دا هم وايي چې بلینکن به چین وهڅوي چې په داسې حال کې له زغم څخه کار واخلي چې تایوان راتلونکې میاشت نوی ولسمشر معرفي کوي.

چین د تایوان خپلواک ټاپو د خپلې خاورې برخه بولي او ګواښ کوي چې د اړتیا په صورت کې به یې په زور ونیسي.

د متحده ایالاتو چارواکو د تایوان د ټاکنو په جریان کې د چین له چلند څخه خوښي ښودلې او ویلي یې دي چې دې کار د متحده ایالاتو او چین د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته کړې ده.

امریکايي چارواکو ارزونه کړې ده چې د بیجینګ زورواکي پوځي حرکتونه د تیر وخت د حرکتونو له اندازې څخه ندي زیات شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG