د لاس رسي وړ اتصالات

اشرف غني له "افغانستان څخه ووت" 


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

ځينو نړیوالو رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني له هېواد څخه وتلی دی.

د رویټرز خبري اژانس د کورنیو چارو وزارت د یو چارواکي له خولې لیکلي دي چې ولسمشر غني، د ملي امنیت د شورا مشاور حمدالله محب او د چارو د ادارې مشر فضل فضلي تاجکستان ته تللي دي.

ښاغلي غني لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو څو ساعته مخکې یې په یو ویدويي‌ پیغام کې وویل چې د کابل د امنیت مسئولیت د افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو په لاس کې دی او دا مسئولیت به په ښه شکل ترسره کوي.

دا ویدو چې د ارګ په فیسبوک کې خپره شوې وه، ښاغلي غني ویلي وو چې له هغوی سره به جدي چلند کیږي چې «ګډوډي او چپاول کوي او لارې شوکوي».

په همدې حال کې د افغانستان د ملي مصالحې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وايي چې د افغانستان مخکنی ولسمشر له افغانستان څخه وتلی دی.

ښاغلي‌عبدالله په خپل فیسوک نن یکشنبه اګست ۱۵ (زمري۲۴) په یو ویدیوي پيغام کې ویلي دي‌ چې د افغانستان مخکنی ولسمشر له افغانستان څخه وتلی دی.

ښاغلي عبدالله په خپلو خبرو کې د ولسمشر محمد اشرف غني نوم نه اخلي خو وايي چې د «..افغانستان مخکني ولسمشر افغانستان پرېښود..»، هغه نه وايي چې ولسمشر چېرته او څنګه تللی دی.

تر دې دمه لا ارګ او کومې بلې رسمي سرچینې له افغانستان څخه د ښاغلي غني‌ د وتلو په اړه څه نه دي‌ ویلي.

ولسمشر غني تېره ورځ په یو ویدیوي پیغام کې وویل چې په افغانستان کې د نورې ویجاړتیا د مخنیوي لپاره یې له داخلي سیاسي مشرانو او بهرنیو شریکانو سره یې خبرې کړي دي او جزیات به یې ژر له ولس سره شریک کړي.

په همدې حال کې طالبانو ویلي دي چې وسله وال یې د کابل ښار ځینو برخو ته داخل شوي دي. وايي چې افغان امنیتي‌ او دفاعي‌ ځواکونو ځينې مرکزونه او پوستې پرېښي وې او دوی ځکه خپل کسان کابل ته ننویستل چې د ګډوډیو مخه ونیول شي.

د طالبانو ویاند په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې خلک باید له طالبانو څخه ویره ونلري. تر دې مخکې یې ویلي وو چې دوی په زوره کابل ته نه داخلیږي.

XS
SM
MD
LG