د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف وايي، څه باندې ۲۷زره افغان روغتیايي کار کوونکو ته منظم معاشونه ورکوي


د تیر یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د روغتیايي نظام ټکني کېدو سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) وايي، په افغانستان کې اوس مهال ۲۷۵۰۰ روغتیايي کار کوونکو ته منظم میاشتني معاشونه ورکوي.

دغه سازمان د سپټمبر لومړۍ (وږې ۱۰) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې افغان روغتیايي کار کوونکو ته میاشتني معاشونه د نړیوال بانک او د افغانستان د بیارغونې صندوق په مالي ملاتړ چمتو کیږي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي چې په دې سره به افغان ډاکتران په خوارځواکۍ اخته ناروغانو ته له لګښت پرته باکیفته روغتیايي خدماتو وړاندې کولو ته دوام ورکړي.

یاد بنسټ د ننګرهار ولایت د حوزوي روغتون د خوارځواکۍ څانګې له هغه دوو تنو افغان ډاکترانو سره خبرې کړي چې د تېرو څو میاشتو راپدېخوا د یونیسف لخوا میاشتني معاشونه ورکول کیږي.

د ننګرهار ولایت د حوزوي روغتون د خوارځواکۍ څانګې مسؤل ډاکتر سکندر غني د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ بنسټ لخوا هغوی ته د معاشونو په ورکولو باندي خوښي ښودلې او ویلي یې دي: "مخکې زمونږ څه معاشونه چې و هغه وسوځېدل. زموږ معاشونه اوس د تیر په نسبت هم ښه شوي او هم پر وخت را کول کیږي."

د دغه روغتون د خوارځواکۍ څانګې یوې بلې ډاکترې نسیمې معروف هم هغوی ته د یونیسف لخوا د معاشونو پر ورکولو خوښي ښودلې او وايي چې په معاشونو ورکولو یې د کورنۍ ستونزې هواریږي: "زموږ د کورنۍ مشکلات په حلیږي، زموږ مشکلات په حلیږي."

یاد افغان ډاکتران د ننګرهار حوزوي روغتون کې په خوارځواکۍ اخته ناروغانو درملنه کوي چې د دوی په وینا په دې وروستیو کې زیات شوي دي.

پر همدې مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا (یونیسف) مشر محمد اګه ایویا هم اوسنی وضعیت د افغان مېرمنو او ماشومانو په ځانګړي ډول د هغوی د روغتیا په برخه کې ستونزمن بللی دی.

هفه زیاته کړې چې افغان ښځې او ماشومان کولای شي د وړیا درملنې لپاره یادو روغتونونو ته مراجعه وکړي.

تر دې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا (UNDP) ویلي و چې په تیرو اتو میاشتو کې په دغه هیواد کې ۲۶زره روغتیايي کار کوونکو ته میاشتني معاشونه ورکړي دي.

دغه پروګرام د اپرېل ۱۵ (وري ۲۶) ویلي و چې دغه روغتیايي کار کوونکي د ملګرو ملتونو تر پوښښ لاندې ۳۰۰۰ روغتیايي مرکزونو کې په کارونو بوخت دي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په افغانستان کې د لوړ کیفت روغتیايي خداماتو ته دخلکو لاس رسی مهم بللی او د روغتیايي سکتور سره پر مرستو یې ټینګار کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت او له دغه هیواد څخه د بهرنیو سرتیرو تر وتلو وروسته، افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ شوی چې له امله یې د ګڼو دولتي او په ځانګړي ډول د روغتیايي کار کوونکو معاشونه پر وخت ورنه کړل شول.

تر دې مخکې ملګرو ملتونو ژمنه کړې وه چې په افغانستان کې د روغتیايي نظام پاشل کېدو مخنیوي په هدف، د زرګونو روغتیايي کارکوونکو میاشتني معاشونه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت له مرسته کوونکو موسساتو څخه غوښتي و چې خپل فعالیتونه له دوی سره په همغږۍ تر سره کړي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق په ۳۴ ولایتونو کې د ۲۵۶۸ روغتیايي مرکزونو تمویل کړی دی او د سره صلیب نړیواله کمېټه هم د شاوخوا ۱۷ روغتیايي مرکزونو تمویل کوي.

XS
SM
MD
LG