د لاس رسي وړ اتصالات

یونسکو: په ۲۰۲۲ کې د ژورنالستانو په وژنو کې ۵۰ فیصده زیاتوالی راغلی  


په پاکستان کې د ژورنالستانو د وژنې پر وړاندې اعتراض
په پاکستان کې د ژورنالستانو د وژنې پر وړاندې اعتراض

د ملګرو ملتونو تعلیمي او فرهنګي سازمان یونیسکو د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۱۶ (مرغومي ۲۶) وویل، په ۲۰۲۲ کال کې په ټوله نړۍ کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو وژنې ۵۰ سلنه زیاتې شوې وې. ددې سازمان په وینا په تیر کال کې د رسنیو ۸۶ کارکوونکي وژل شوي.

تیر کال د رسنیو د کارکوونکو مړینې پداسې حال کې زیاتې شوي چې له هغه څخه دمخه درې کلونو کې د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه ټیټه وه پدې معنی چې د ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۱ پورې په وسطي ډول هر کال د رسنیو ۵۸ کارکوونکي وژل شوي وو.

د یونیسکو عمومي رئیسې اودري ازولي په یو بیان کې وویل: "د څو کلونو پرله پسې کمښت وروسته، په ۲۰۲۲ کې د وژل شویو خبریالانو په شمیر کې د پام وړ زیاتوالی د اندیښنې وړ دی."

هغې زیاته کړه، "چارواکي باید د دې جرمونو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د ددې پیښو مرتکبین مجازات کیږي، ځکه چې د تاوتریخوالي ددې چاپیریال په وړاندې بې پروايي یو لوی عامل دی."

یونیسکو موندلې چې په ۸۶ سلنه قضیو کې هیڅوک عدالت ته نه دي راکش شوي.

یونیسکو وایي، د خبریالانو د وژنو په انګیزو کې "د سازمان شويو جرمونو، وسله والو جګړو په اړه د رپوټ ورکولو په خاطر غچ اخیستنه او یا د افراطیت زیاتوالي، او د حساسو موضوعاتو لکه فساد، چاپیریالي جرمونو، له واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه او لاریونونه پوښښ" شامل دي.

په ۲۰۲۲ کې د وژل شویو ژورنالستانو تر نیمایي زیات ۴۴ تنه په لاتینې امریکا او کارابین کې وژل شوي دي. د رپوټ له مخې درې پر څلورمه برخه وژنې د شخړو د ساحې څخه بهر ترسره شوې.

په ځانګړې توګه مکسیکو ترټولو خونړی هیواد و چې ۱۹ خبریالان په کې وژل شوي، ورپسې اوکراین دی چې د روسیې له یرغل سره په جګړه بوخت دی او ۱۰ خبریالان په کې وژل شوي او بیا هایتي دی چې نهه تنه په کې وژل شوي دي.

یونسکو وموندله چې شاوخوا نیمایي ژورنالیستان چې تیر کال یې وژنه ثبت شوی د دندې د ترسره کولو پر وخت نه، بلکې "د سفر پرمهال، په کورونو کې، یا د پارکینګ ځایونو او نورو عامه ځایونو کې چې دوی په دنده بوخت نه وو". دا پدې معنی دي چې "د خبریالانو لپاره خوندي ځایونه نشته، حتی د دوی شخصي وخت."

د یونیسکو په وینا، له وژنو اخوا، خبریالان د "تاوتریخوالی له څو ډولونو" سره مخامخ کیدی شي چې پکې "جبري ورکېدل، تښتونې او په خپل سر توقیف، قانوني ځورونه او ډیجیټل تاوتریخوالی، په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې،" شامل دي.

XS
SM
MD
LG