د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان تر منځ د "دوستي بس" خدمات بيا پيليږي


د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو د استازو غونډه
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونو د استازو غونډه

پاکستان او افغانستان ترمينځ بس سروس به د روان کال د اګست تر پایه به د پېښور او جلال اباد او کوټې او کندهار تر منځ بيا پيل شي.

د پاکستان د سوداګرۍ وزیر محمد صالح احمد فاروقي په مشرۍ یو پلاوی کابل ته تللی او هلته یې د دوه اړخیزو اقداماتو، ترانزیت سوداګرۍ او سیمه ییز اتصال د پیاوړتیا په برخو کې غږېدلي دي.

په کابل کې د پاکستان سفارت د خبر ترمخه په ياده غنډه کې د لوړ پوړو چارواکو د دواړو هيوادونو ترمينځ د دوستي بس سروس بيا پيلولو هوکړه کړې ده۔

له دې وړاندې تېر کال په نومبر میاشت کې پاکستان د دواړو هيوادونو تر منځ د پنځو کلونو څخه ځنډول شوی 'دوستي بس سروس' پر بیا پیلولو موافقه کړې وه، خو د مناسب ترانسپورت شرکت د نشتوالي له امله دغه خدمت پيل نه شو۔

"دوستي بس سروس" د ۲۰۰۶ کال په مارچ میاشت کې په ازمایښتي ډول پیل شوی وو او بیا د همدې کال د مې په ۲۶ په رسمي ډول د ۱۳۰۰ بسونو په درلودلو سره پیل شو. دغه خدمت هغه مهال په ورځ کې شاوخوا ۱۰۰۰ کسانو ته اسانتیاوې برابرولې، خو شپږ کاله وړاندې د دواړو هيوادونو ترمنځ د کړکېچ له امله بند شو.

د دوستي بس سروس د پيل کيدو په اړه د پيښور کمشنر رياض محسود رسنيو ته ويلي د ياد بس د سروس او د مسافرو د خوندي ساتلو د پاره امنيتي ځواکونو سره یې ګډ پلان جوړ کړی۔ هغه ويلي "له پېښور څخه تر جلال اباد پورې د لومړي پلان له بریالیتوب وروسته به د بس سروس په دویم پړاو کې د اسلام اباد او کابل ترمنځ مسافرو ته اسانتیاوې ورکولو د پاره وغځول شي".

د دغه پلان لاندې به شاوخوا ۴۰ بسونه افغانستان څخه او ۴۰ بسونه د پاکستان څخه روزانه په سلګونو خلک وړي راوړي۔ دغه بس سروس به د افغان کډوالو کورنیو، سوداګرو او د پولې دواړو غاړو ته د کار کولو ځایي خلکو لپاره لویه اسانتیا وي.

په پيښور کې يو ځايي سوداګر عبدالرحمن د دواړو هيوادونو ترمينځ د دې پريکړې ستاينه کړې او وايي "د پاک افغان دوستي بس سروس د پاکستان او افغانستان د خلکو ترمنځ د ملګرتيا او ورورلۍ يوه نخښه ده او که دا خدمت بیا پیل شي، نو د پولې هاخوا به اکثره خلک په اسانۍ سره تګ راتګ وکړي."

د جلال آباد اوسيدونکی دوران ګل د پيښور څخه کاروبار کوي، وايي د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي دروازو کې خلک ځورول کيږي او په ساعتونو ساعتونو انتظار کوي۔ هغه وايي "څوک پاکستان ته د درملنې په غرض راځي څوک خپلوانو سره ملاويدو د پاره راځي۔ واړه کاروباريان هم په دغه سرحدي پولو پاکستان ته ځي راځي او ځيني داسې خلک هم دي چې د ډير کړو د لاسه پاکستان ته نه ځي۔ په داسې حال د "پاک افغان دوستي بس سروس" پيل کيدل يوه خوشبينه خبره ده."

له بلوچستان څخه هم د "پاک افغان دوستي بس سروس" وړاندیز شوی، خو د پاکستان حکومت په لومړي پړاو کې د تورخم له لارې د دوستي بس سروس د بیا پیلولو پرېکړه شوې ده.

د بلوچستان له چمن وروسته د تورخم دروازه د پاکستان او افغانستان تر منځ د ننوتو دوهمه لويه لار ده. د پېښور او تورخم دروازې تر منځ فاصله 55 کیلومتره ده، چې یوازې د پېښور په کارخانو بازار کې د ټکسي سټینډ له لارې د لاسرسي وړ ده.

XS
SM
MD
LG