د لاس رسي وړ اتصالات

د اروپايې ټولنې هېوادونه د ماروانا تر ټولو ډېر مصرفوونکي


د اروپایي ټولنې د مخدره توکیو سره د مبارزې ادارې نن سه شنبه د نومبر ٢٦ په خپل کلني رپوټ کې ویلي چې، په ٢٠١٧ کې اروپایانو لږ تر لږه ١٢.٧ ملیارډ ډالر د غیرقانوني مخدره توکیو په اخیستلو لگولي دي.

دې ادارې دا هم ویلي چې ددې ټولنې په ٢٨ غړو هیوادونو کې ماروانا د نورو مخدره توکیو په پرتله ستر مارکیټ درلودلی دی.

دا اداره همداشان وایي چې په ٢٠١٧ کې د اروپایي ټولنې د مخدره توکیو مجموعي بازار ٣٠ میلیارد یورو و. دا پداسې حال کې دي چې په ٢٠١٣ کال کې دغه شمیره ٢۴ میلیارد یورو وه.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې په ٢٠١٧ کې د غیر قانوني مخدره توکیو جهاني بازار د ۴٢٦ او ٦٥٢ میلیارد ډالرو په ارزښت و.

دې ادارې ویلي دي چې د امریکا د کالیفورنیا ایالت د ماروانا مغازې چې ددغه توکي د قانوني خرڅلاو منابع دي د خرڅلاو کچه یې څه دپاسه ٢.٥ میلیارد ډالرو ته رسیږي.

له ماروانا وروسته په اروپایي ټولنه کې کوکاین زیات استعمال شوي دي. ددغه ډول مخدره توکیو خرڅلاو په ٢٠١٧ کال کې لږ تر لږه ٩ میلیارد ډالرو ته رسیده. دا پداسې حال کې دي چې د اروپایي اتحادیې په هیوادونو کې د هیروین بازار په عین موده کې اته میلیارد ډالره ارزښت درلود.

دغې ادارې ویلي چې د هیروینو زیاته برخه په افغانستان او د کوکاین زیاته برخه په جنوبي امریکا کې تولید شوي دي.

ددې ادارې د معلوماتو له مخې پلټنو ښودلي چې مخدره توکي د بوکو حرام، داعش او د افریقا د الشباب په شان سخت دریځو ډلو د عاید عمده منابع دي.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان حکومت ویلي دي چې طالبان هم د اټکل له مخې په کال کې تر یو میلیارد ډالرو پورې د مخدره توکیو څخه عاید کوي.

په افغانستان کې د امریکا د هوایي ځواکونو د قوماندانۍ مرستیال جنرال لینس بنچ، تیر کال د دفاع په وزارت کې په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د مخدره توکیو خرڅلاو او قاچاق د طالبانو د مالي عاید عمده منابع دي.

XS
SM
MD
LG