د لاس رسي وړ اتصالات

بامیان کې ۱۲ نجونې مسمومې شوې دي


د بامیان د ولایتي روغتون مسولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د د کارته صلح د نجونو د ښوونځي د یولسم ټولګي ۱۲ نجونې مسمومې شوې دي.

د دغه روغتون سرطبیب عصمت‌الله ادیب د پنجشنبې په ورځ د جون ۱۰ (غبرګولي ۲۰) امریکا غږ ته وویل دغه شمېر نجونې نن د زړه بدوالي، ناارامۍ او د ساه لنډۍ له امله روغتون ته لېږدول شوي دي.

ډاکټر ادیب زیاته کړه چې د بامیان ولایت د امنیه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې څانګې د دغه ښوونځي په یولسم ټولګي کې د "Sesser" په نوم سپرې ډوله شکمن بوتل موندلی دی.

هغه زیاته کړه: "د دغه شکمن بوتل تثبیت او تشخیص یو پرمختللي لابراتوار او دستګاه ته اړتیا لري چې د بامیان په روغتون کې دغه اسانتیاوې نشته دي".

د بامیان د پوهنې رئیس ایوب امیري هم دا پېښه تائید کړې ده.

ښاغلي امیري وویل: "دوه ورته نورې پېښې هم نیز د بامیانو د مرکز اړوند د سر اسیاب په متوسطه ښوونځي کې او د دوه ورځې وړاندې د پنجاب د مرکز د نجونو په ښوونځي کې رامنځ ته شوې دي".

د بامیان د پولیسو ویاند همایون ایلخاني وویل چې پولیسو د دغې قضیې په اړه پلټنې پیل کړې دي.

لا تراوسه د دغې پېښې لامل نه دی معلوم شوی او په تړاو یې څوک نیول شوي هم نه دي.

XS
SM
MD
LG