د لاس رسي وړ اتصالات

د اسلامي هېوادونو همکارۍ سازمان افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې


ناټو، ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو هم افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده
ناټو، ملګرو ملتونو او نورو بنسټونو هم افغانستان کې د اوربند غوښتنه کړې ده

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان "او آی سي" په افغانستان کې د ښکېلو غاړو څخه د روژې په میاشت کې د اوربند ټینګیدو غوښتنه کړې ده.

د دغه سازمان په اعلامیه کې په افغانستان کې د ژوند سختو شرایطو او د کرونا ویروس خپرېدو اغېزو ته په کتو د ټولو ښکېلو اړخونو ترمنځ د تاوتریخوالي کمېدو او تلپاتې اوربند ټينګېدو غوښتنه کړې ده.

دا اعلامیه وايي:"د دې سربېره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنه له ټولو غاړو غواړي چې د یو جوړنکي ډیالوګ له لارې خپل اختلافات حل کړي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې د بهیر په ترڅ کې د تل پاتې سولې لپاره یو هراړخیزې پخلاینې ته سره ورسیږي".

یادې ټولنې د امریکا او طالبانو د هوکړه لیک چې له مخې د بندیانو د ازادولو زمینه هم برابره شوې ده هر کلی کړی دی.

«او آی سي» د جمعې په ورځ اپریل ۲۴ ( غوايي ۵) په اعلامیه کې همدغه راز ویلي:"د اسلامي هېوادونو د همکارۍ ټولنه د ټولو افغان مشرانو او ګوندونو څخه غواړي چې د کرونا د ویروس د وبا سره د مبارزې په برخه کې ژمنتیا، پیوستون او ملي یووالی وښيي او د افغانستان د اسلامي جمهوریت له خوا د دغې ناروغۍ د مخنیوي لپاره د ټولو وقایوي اقداماتو ملاتړ وکړي."

په افغانستان کې د اوربند د ټینګیدو لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ د ټولنې د دغې غوښتنې وړاندې نورو نړیوالو ټولنو هم په دغه هېواد کې د ښکېلو غاړو ترمنځ د اوربند غوښتنه کړې ده، خو طالبانو تراوسه دغې غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

افغان حکومت اوربند ټینګیدو ته چمتوالی ښودلی دی، جمهور رئیس محمد اشرف غني د روژې د رسیدلو په مناسبت په خپل پیغام کې له طالبانوغوښتي چې د روژې په میاشت کې دې اوربند وکړي.

تېره ورځ ناټو هم په افغانستان له طالبانو څخه د ژر تر ژره تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه وکړه.

خو په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ په خپل ټویټر د اوربند غوښتنه غیر منطقي وګڼله او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې د هوکړې په بشپړ ډول پر پلي کیدو یې ټینګار کړی او ویلي دي چې د دې هوکړې پلي کیدل په افغانستان کې د تل پاتې اوربند د ټینګېدو سبب کیدای شي.

XS
SM
MD
LG