د لاس رسي وړ اتصالات

ځینې غربي شرکتونو چابهار ته د تجهیزاتو له انتقال ډډه کړې


دا بندر د ایران په جنوب شرق کې د عمان بحیرې سره نژدې دی
دا بندر د ایران په جنوب شرق کې د عمان بحیرې سره نژدې دی

پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله د لویدیځ ځینو تجارتي شرکتونو ویلي چې د چابهار بندر ته تجهیزات نشي انتقالولی.

دا بندر د هند، ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پرمختګ او پراختیا لپاره جوړ شو.

هند غواړي چې دا بندر پراخ کړي او د دې کار لپاره یې دوو سویسي او یو فنلندي شرکت سره تړون کړی و چې تجهیزات به ور وړي، خو دغو شرکتونو اوس هند ته ویلي چې دا کار نشي کولی.

دا درې شرکتونه وايي پر ایران د بندیزونو له کبله نشي کولی چې بانکونو ته پېسې انتقال را انتقال کړي او له همدې کبله د تجهیزاتو له انتقال ډډه کوي.

دوی اندېښنه لري چې شاید پر ایران ځينې لګېدلي بندیزونه همداسې پاتې شي او دوی به تاوان وکړي. رویټرز وايي دا به د هند پر دغه ستراتیژیک اقتصادي پروګرام باندې یو لوی ګوزار وي. هند پلان لري چې له پاکستان پرته له دې لارې افغانستان او منځنۍ اسیا ته لار پیدا کړي.

هند، ایران او افغانستان تېرکال د دغه بندر د پراخولو سند لاسلیک کړ
هند، ایران او افغانستان تېرکال د دغه بندر د پراخولو سند لاسلیک کړ

​دغه کار ایران ته هم، چې غواړي د چابهار بندر په یو ترانزیتي قطب بدل کړي، له یو لړ ستونزو سره مخامخ کړی دی. دا بندر د ایران په جنوب شرق کې د عمان بحیرې سره نژدې دی. هند، ایران او افغانستان تېرکال د دغه بندر د پراخولو سند لاسلیک کړ.

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د خپلو انتخاباتي کمپاینونو پر مهال او واک ته له رسېدو وروسته ایران په سیمه کې د اورپکو په ملاتړ تورن کړی او همدغه راز یې د تهران د توغندیو ازمایل د سیمې د هېوادونو لپاره لوی خطر بللی دی.

ایران د امریکا او نړۍ له سترو قدرتونو سره اتومي تړون وکړ. د تړون له مخې ایران به د خپل هستوي پروګرام غني کول بندوي او په بدل کې به پرې لګېدلي بندیزونه لېرې کیږي، خو لا هم پر ایران ځیني بندیزونه په خپل حال دي.

XS
SM
MD
LG