د چین د درملو تنظیم کونکو د نړۍ د کوویډ ۱۹ لومړنی واکسین تصویب کړ چې د تنفس له لارې تطبیقیږي. دا واکسین ددې هیواد په تیانجین میشت د «کان سینو بیولوژیک» شرکت له خوا جوړ شوی دی.
دغه شرکت وویل چې د چین د طبي محصولاتو ملي ادارې ددې شرکت نوی واکسین تصویب کړی دی.
ددې اعلان وروسته د کانسینو بایولوژیک شرکت د ونډو نرخ ۱۴سلنه لوړ شو.
دغه شرکت زیاته کړې ده چې دغه واکسین د نبیولایزر (یوه کوچنۍ طبي دستګاه) له لارې تطبیقیږي، چې د سنتي واکسینونو په پرتله یې تطبیق او ساتنه اسان دي.
ددې شرکت په اعلامیه کې راغلي چې که نورې دولتي ادارې دغه واکسین واخلي، ددې شرکت په کړنو به مثبت اغیز ولري.
د کانسینو بایولوژیک شرکت د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې وویل چې دغه واکسین د هغو کسانو په بدن کې چې دا واکسین یې اخیستی د قوي انتي باډي د رامنځته کیدو سبب شوی دی، خو دې شرکت ندي ویلي چې دا واکسین به څه وخت بازار ته وړاندې شي.
دا پداسې حال کې دي چې د متحده ایالاتو، کاناډا او کیوبا په ګډون په څو نورو هیوادونو کې پوهان دغه ډوول واکسین ازمایي.
چین د ۲۰۲۰ کال راهیسې ددې هیواد د شرکتونو له لورې اته تولید شوي واکسینونه تصویب کړي دي.