د لاس رسي وړ اتصالات

په چین کې د تیلو د ټانکر په چاودنې کې ۱۹ کسان مړه شوي 


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

په چین کې چارواکي واکي د دغه هېواد د ژیجیانګ په ایالت کې د تیلو یو ټانګر چاودلی دی لږ تر لږه ۱۹ کسان په کې مړه شوي او ۱۷۰ نور ژوبل دي.

ټانګر پطرول بار کړي وو چې د وینلینګ په لویې لارې کې چاودلی دی.

په مړو او زخمیانو کې د پېښې سیمې ته نژدې د یوې فابریکې کارکوونکي او لارویان شامل دي.

د چین دولتي اژانس ژینهوا وايي چې په دغې پېښې کې‌ په ځاني زیانونو سربېره مالي زیانونه هم اوړېدلي دي.

په چین کې د ژغورنې او اور وژنې د څانګې مشر ژو سینجیانګ وايي چې په دغې پېښه کې د تولید یوه فابریکه، د پېښې په شاوخوا ۷۰ کیلیو مېترۍ کې د استوګنې د کورونو ۲۰۰ کوټې او موټرونه زیانمن شوي ‌دي.

نوموړي وویل چې په دا ډول پېښو کې زیانونه زیات وي.

د چین دولتي تلویزون وايي‌ دا پېښه تېره ورځ ماسپښین شوې ده او دعلت معلومولو لپاره یې پلټنې پیل شوي دي.

د چین حکومتي چارواکو هم د دغې پېښې په اړه د سملاسي تحقیق غوښتنه کړې ده او د ترافیکو پولیسو ته یې اجازه ورکړې د چې د هغو ټانکرو او موټرو تخنیکي ‌ارزونه دې لا جدي‌ کړي چې خطرناک مواد انتقالوي.

XS
SM
MD
LG