د لاس رسي وړ اتصالات

چین امریکا ته خبرداری ورکړی د ژمي المپیکي سیالیو کې مداخله بنده کړي


پداسې حال کې چې د ژمني المپیک د لوبو جوړیدو ته یوه اونۍ پاتې ده، چین متحده ایالاتو ته خبرداری ورکړی چې پدغو نړیوالو ورزشي سیالیو کې لاسوهنه بنده کړي.

بیجینګ د لومړني ښار په توګه چې د دوبي د المپیک د لوبو کوربه و او همداشان د ژمني المپیک د لوبو د کوربتوب په درشل کې دی هڅه کوي چې دغه نړیواله ورزشي پیښه په بریالیتوب ترسره کړي او خپل نرم قدرت نړۍ ته وښیي.

خو یو شمیر لویدیځ هیوادونه په سر کې یې متحده ایالات د بیجینګ د ژمني المپیک لوبې د چین د بشري حقونو د کارنامې په ځانګړې توګه د شین ژیانګ په ولایت کې د اویغور مسلمان اقلیت پر وړاندې د ځپونکي سیاست په خاطر له دغو سیالیو سره دپلوماتیک پریکون کړی او واشنګټن چین د ایغوریانو په "نسل وژنه" تورن کړی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ جنورۍ ۲۷ (سلواغې ۷) د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر د متحده ایالاتوړ د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن، سره تیلیفوني خبرې کړي او "د بیجینګ په ژمني المبیک کې یې د امریکا د مداخلې بندیدل بیړنی لومړیتوب" ګنلی دی.

د متحده ایالاتو حکومت او لږ تر لږه د پنځو لویدیځو هیوادونو قانون جوړونکو په سین ژیانګ کې د اویغوریانو سره د چین د حکومت چلند "نسل وژنه" ګڼلې ده.

د بشري حقونو فعالینو د المپیک نړیواله کمیټه پدې تورنه کړې چې "په چین کې د بشري حقونو څخه په پرله پسې سرغړونو" یې سترګې پټې کړي دي. چین ددغو غربي هیوادونو او فعالینو انتقادونه د ورزش "سیاسي کول" ګڼلي دي.

د بیجینګ د ژمني المپیک د لوبو د جوړیدو په درشل کې په چین کې د بشري حقونو د څو تنو فعالینو او منتقدو اکاډیمیکو څیرو لاسرس د ویچټ مشهور بیغام لیږدونکي اپلیکیشن ته قطع شوی دی.

چینایي مقاماتو همداشان د بشري حقونو دوه پیژندل شوي فعالین نیولي او همداشان یو متنفذ چینایي وکیل د ډسمبر د لومړیو راهیسې بې درکه شوی دی او ګمان کیږي چې د خپلوانو سره په یو پټ ځای کې بندي شوی دی.

د متحده ایالاتو او چین ترمنځ پدې وروستیو کلونو کې د سوداګرۍ او تکنالوژۍ په ګډون په څو برخو کې کړکیچ زیات شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر وانګ یی او ښاغلي بلینکن د اوکراین په کړکیچ هم خبرې کړي او ښاغلي وانګ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته ویلي چې د روسیې امنیتي اندیښنې "باید جدي وګڼل شي".

د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي: "ټول اړخونه باید په بشپړه توګه د سړې جګړې ذهنیت خوشې کړي او د اروپا لپاره یو ګټور او دوامداره امنیتي میکانیزم د خبرو اترو له لارې رامنځته کړي."

له بلې خوا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د تیلیفوني تماس په هکله د بیجینګ ژمني المپیک ته هیڅ اشاره نده کړې او پر ځای یې د اوکراین پر وضعیت متمرکز و.

XS
SM
MD
LG