د لاس رسي وړ اتصالات

الکوزی: پر افغان صادراتو د چین تعرفې کمېدو هر کلی کوو، تخنیکي ستونزې هم باید حل شي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان جان الکوزی د چین حکومت لخوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو د ګمرکي تعرفې د کمېدو هر کلی کوي، خو وايي د یو معین میکانیزم له مخې د تخنیکي ستونزو پر هوارېدو هم باید کار وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو د تیرې چهارشنبې په ورځ نومبر نهمه (لړم ۱۸) ویلي چې هیواد یې د ډسمبر میاشتې له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادراتو ګمرکي مالیه صفر ته راټيټوي.

وانګ یو پر خپل ټویټر پاڼه همدارنګه لیکلي چې دې سره به د افغانستان صادارت تقریباً په بشپړه توګه له ګمرکي تعرفې څخه معاف شي، هغه دا پرېکړه د دوه اړخیزه ستراتيژۍ د اجرا لپاره ګټوره بللې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خان الکوزي د جمعې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ۲۰) امریکا غږ سره خبرو کې د چین لخوا پر افغان صادراتو د ګمرکي مالیې کمېدو هر کلی وکړ او وویل چې دې سره به چین ته د افغانستان صادرات نور هم زیاد شي.

هغه وویل: "دا یو ښه کار دی یو ښه اقدام دی...خو ډېره مهمه داده چې پر دې میکانیزم باید د افغانستان اسلامي امارت او چین حکومت مخکې له مخکې نه خبرې وکړي هغه خدماتي ټکسونه چې په میدانونو کې او یا بنادرو کې اخیستل کیږي په هغه ټکسونو کې هم باید سهولت راشي."

له افغانستان څخه چین تر ډېره وچه او تازه مېوه، معدنیات، غالۍ او ځينې نور قیمتي توکي صادریږي.

ښاغلي الکوزي وویل چې د چین په هوايي میدانونو او بنادرو کې له افغان سوداګرو څخه د زیات ټکس اخیستلو مخه باید ونیول شي. د نوموړي په خبره که دغه ستونزه هواره نشي دا به د افغان سوداګرو او صادراتتو به وړاندي یو لوی خنډ وي.

نوموړي زیاته کړه: "اوس زموږ جلغوزي چین ته روان دي، محصول ورکوو، پخواني سیستم روان دي، هم ستونزې شته. [بازار ته] ډېر ناوخته وزي، وخت زیات نیسي، په میدانونو کې پاتې کیږي."

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم د چین لخوا د افغانستان پر ۹۸ سلنه صادارتو د مالیې کمېدو د ژمنې هر کلی کړی دی.

د یاد وزارت ویاند امریکا غږ ته په لېږلي غږیږ پیغام کې د یادې مالیې کمېدل د افغان سوداګرو لپاره یوه ښه خبر بللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د تیر څه باندې یو کال راپدېخوا په افغانستان کې د نظام تر بدلون وروسته له افغانستان څخه د چین په ګډون یو شمېر هیوادونو د افغانستان د صادراتو کچه ټکنۍ شوې وه. خو د طالبانو حکومت په دې وروستیو له چین او هند سره د هوايي دهلېزونو پرانیستلو خبر ورکړی دی.

طالب چارواکو د روان میلادي کال د اکتوبر پر لسمه (تله ۱۸) له چین سره د هوايي دهلېز بیرته پرانیستلو وروسته هغه هیواد ته د هوايي دهلېز له لارې د ۲۰ ټنه جلغوزیو د صادرېدو وویل.د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي تر دې مخکې په کابل کې د چین له سفیره سره لیدنه کې له نوموړي څخه د افغانستان د صادارتو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

بلخوا د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو معاونیت تیره اونۍ وویل چې د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې له افغانستان څخه د چین په ګډون د سیمي او نړۍ یو شمېر هیوادونو ته د ۱.۸ میلیارد ډالرو په ارزښت محصولات صادر شوي دي.

XS
SM
MD
LG