د لاس رسي وړ اتصالات

د چین سفیر: ووهان کې افغان محصلین روغ او خوندي دي


د چین ووهان ښار
د چین ووهان ښار

په افغانستان کې د چین سفیر وايي، د دغه هیواد په «ووهان» ښار کې افغان محصلین روغ رمټ او خوندي دي.

وانګ یو د افغانستان د روغتیا له وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز سره لیدنه کې ویلي چې چیني لوری له «کرونا» ویروس څخه د خوندیتوب په هدف د افغان محصلینو روغتیا ته پوره پاملرنه کوي.

نوموړي د دوشنبې په ورځ د سلواغې پر ۱۴مه پر خپل ټوېټر لیکلي:"ما هغه ته وویل چې په ووهان ښار کې افغان محصلین روغ رمټ او خوندي دي،چینايي لوری د هغوی پوره پاملرنه کوي، موږ باوري یو چې پر کرونا ویروس باندې به بریالي کیږو."

د روغتیا وزارت هم ویلي چې ډاکټر فیروز الدین فیروز د چین له سفیر څخه غوښتي چې هیواد یې له یاد ویروس څخه د مخنیوي په هدف د افغان محصلینو روغتیا ته پوره پاملرنه وکړي.

د چین «ووهان» ښار چې د لومړي ځل لپاره «کرونا» ویروس پکې پیدا شوو د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې ۴۱ افغان محصلین هلته زده کړې کوي.

د یاد ویروس تر خپرېدو وروسته په چین کې افغان سفیر جاوید احمد قایم امریکا غږ ته وویل چې افغان محصلین د هغه هیواد لخوا قرنطین شوي چې په یو مناسب وخت کې به یې له ووهان څخه د ایستلو په اړه تدابیر ونیول شي.

خو د افغانستان د روغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز بیا پرون یکشنبه وویل چې په ووهان ښار کې د بېړنې حالت تر پای ته رسېدو مخکې د افغان محصلینو په ایستلو کې باید بېړه ونشي.

نوموړي که څه هم د افغان محصلینو د روغتیا او را ایستلو په اړه پوره ډاډ ورکړ، خو ټینګار یې وکړ که چیري د یادو محصلینو په را ایستلو کې احساساتي چلند وشي د افغانستان د ۳۰ میلیونو وګړو ژوند به د «کرونا» ویروس له ګواښ سره مخامخ شي.

هغه همدارنګه وویل چې تر دا مهاله په افغانستان کې د «کرونا» ویروس پېښه نه ده ثبت شوې، زیاته یې کړه چې د مخنیوي لپاره یې جدي تدابیر نیول شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د «کرونا» ویروس چې د لومړي ځل لپاره په چین کې رامنځته شوو تر دا مهاله ۲۶ هیوادونو ته رسېدلی دی.

په چین کې چارواکي‌ وايي‌ چې د کرونا ویرویس له کبله د مړو شمېر ۳۰۴ ته رسېدلی دی،شاوخوا ۱۴۰۰۰ نور کسان په دغې ناروغۍ اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG