د لاس رسي وړ اتصالات

چین نه د افغانانو انتقال ۳۰میلیون خلک د کوروناویرس خطر سره مخ کوي- فیروز


ډاکټر فیروز الدین فیروز
ډاکټر فیروز الدین فیروز

د افغانستان د روغتیا وزیر وايي د چین له ووهان ښار څخه د افغان محصلینو د انتقال لپاره جدي تدابیر نیولي او باید د هغوی په انتقال کې بېړه ونشي.

په چین کې د افغان سفیر د معلوماتو په اساس دا مهال د چین په ووهان ښار کې یو شمېر افغان محصلین پاتي دي چې د هغه هیواد لخوا له یادې ناروغۍ څخه د خوندي پاتې کېدو په هدف قرنطین شوي دي.

ډاکټر فیروزالدین فیروز نن یکشنبه د «سلواغې پر۱۳مه» خبریالانو ته وویل چې په کابل کې د چین سفیر په ووهان ښار کې د ۴۱ افغان محصلینو د روغتیا په اړه ډاډ ورکړی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د افغان محصلینو لپاره د افغان حکومت لخوا الوتکه چارټر شوې روغتیایي ټېمونه چمتو شوي چې په ووهان ښار کې د بېړني حالت تر لیري کېدو وروسته به کابل انتقال او د څه مودې لپاره قرنطین شي.

د روغتیا وزیر وویل چې د بېړني حالت تر پای ته رسېدو مخکې باید د یادو محصلینو په انتقال کې له بېړې څخه کار وانه خیستل شي او د یادو کسانو د انتقال له امله د افغانستان ۳۰میلیونه وګړي د دغه ویروس له ګواښ سره مخامخ نشي.

نوموړي زیاته کړه: "د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، څو چې بېړنی حالت رفع نشي، له ووهان ښار څخه باید څوک بهر نشي. که موږ دغه ۴۱ تنه انتقال کړو ایا موږ کولای شو چې ۳۰ میلیونه وګړي وقایه کړو؟ یعنې د ۴۱ تنو په نتقالولو سره موږ ۳۰ میلیونه وګړي له ناروغۍ سره مخامخ کوو. په انتقال کې باید له عجلې او احساساتو څخه کار ونه اخیستل شي."

هغه وویل د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې یې مجهز روغتیايي ټېمونه ګمارلي او ۳۰۰ احتیاطي روغتیايي بسترونه یې برابر کړي دي.

ښاغلي فیروز وویل چې د تېرې یوې اونۍ راپديخوا ۲۶۲ تنه چې۲۳۳ یې افغانان دي له چین څخه افغانستان ته ستانه شوي چې دا مهال پخپلو کورنیو او د اوسېدو ځایونو کې د روغتیايي ټېمونو لخوا څارنه کیږي.

ډاکټر فیروز الدین فیروز وايي، که څه هم دغه ویروس په چټکۍ سره خپریږي خو زیاته یې کړه چې تر دامهاله په افغانستان دغه ویروس نه دی ثبت شوی.

هغه همدارنګه زیاته کړه که څه هم سل په سله کې نشي ویلی چې دغه ویروس به افغانستان ته رانشي، خو وايي د مخنیوي لپاره یې جدي تدابیر نیول شوي دي.

کورونا ویروس چې د لومړي ځل لپاره د چین په ووهان ښار کې رامنځته شوو د روغتیا نړیوال سازمان د معلوماتو په اساس د نړۍ ۲۶ هیوادونو ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG