د لاس رسي وړ اتصالات

حقوقي بنسټونه: حکومت له اداري فساد سره د مبارزې قانون تحریف کړی


افغان حکومت وايي، د فساد سره مبارزه یې په کاري لمړیتوبونو کې ځای لري.
افغان حکومت وايي، د فساد سره مبارزه یې په کاري لمړیتوبونو کې ځای لري.

د افغانستان مدني او حقوقي بنسټونه وايي، له اداري فساد سره د مبارزې له ګډې کمېټې څخه د غیر دولتي غړو په ایستلو سره د افغان حکومت کابینې له اداري فساد سره د مبارزې قانون تحریف کړی دی.

دغه بنسټونه وايي، حکومت له اداري فساد سره د مبارزې د ګډې دولتي او غیر دولتي کمېټې جوړولو خبر کړې وه، خو په نوي تشکیل شوې کمېټې کې ټول دولتي غړي ځای پر ځای شوي دي.

دغو بنسټونو د پنجشنبې په ورځ د «لړم لسمه» په کابل کې د یوه خبري کنفرانس پرمهال د کابینې لخوا له اداري فساد سره د مبارزې تنفیذ شوی قانون له اداري فساد سره مبارزې د نړیوال تړون، د فساد پر وړاندې د مبارزې لپاره د خپلواکو ادارو جوړولو لپاره د جاکارتا د اصولو او د افغانستان په حقوقي نظام کې د خپلواکو بنسټونو جوړولو له روحیې خلاف وباله.

د افغانستان د روڼتیا سازمان بنسټ مشر سید اکرام افضلي له اداري فساد سره د مبارزې پر بنسټونو په انتقاد سره وویل چې د ملي یووالي حکومت په جریان کې له اداري فساد سره د مبارزې هېڅ یوې ادارې خپل خپلواکي او قاطعیت نه دی ثابت کړی.

سید اکرام افضلي
سید اکرام افضلي

نوموړي زیاته کړه:

"د اداري فساد پر وړاندې هېڅ داسې نهاد نشته چې د ملي وحدت د حکومت په موده کې یې خپله خپلواکي، نا سیاسي‌والی، قاطعیت او اغېزمنتیا ثابت کړې وي."

د دغه بنسټونو په وینا له اداري سره د مبارزې قانون په مخکنۍ کمېټې کې لوی څارنوال، د عدلیې وزیر، د سترې محکمې ولسي او مشرانو جرګې یو یو غړی، د اساسي قانون پر تطبیق د څارنې د خپلواک کمېسیون، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون، د حقوقپوهانو د ټولنې او د مدافع وکیلانو د انجمن رئیسان، د مدني ټولنو او ژورنالیستانو د ټولنو استازي او د اداري فساد په وړاندې مبارزې د خپلواک کمېسیون غړي شامل وه چې په نوي خپور شوي قانون کې په دغه کمېټه کې یوازې د سترې محکمې رئیس لوی څارنوال او د اداري اصلاحاتو کمېسیون رئیس پکښې راغلي دي.

د افغان حکومت کابینې میاشت وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې قانون تصویب کړ او پرون چهارشنبه د لړم ۹مه په رسمي جریده کې خپور شوو.

پر همدې مهال د افغانستان عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت امریکا ږغ ته وویل چې دوی په رسمي جریدو کې یوازې هغه قوانین خپروي چې د وزیرانو شورا تصویب کړي وي:

"دقوانینو په اړه تصمیم نیوونکې کابینه ده، موږ یوازې هغه وخت کولای شو قوانین په رسمي جریده کې خپاره کړو چې هغه د افغانستان کابینې تائید کړي وي."

تر دې وړاندې د شفافیت نړیوال سازمان د یوه راپور په خپرولو سره په افغانستان کې د دموکراسۍ د پلي کولو لپاره له افغان حکومت څخه غوښتي و چې د فساد په وړاندې جدي مبارزه وکړي.

اداري فساد په افغانستان کې یوه له جدي موضوعاتو څخه ده چې خلکو یې حکومت په وړاندې په پاتې راتلو تورن کړی خو افغان ولسمشر یې تل پخپلو څرګندونو کې په وړاندې د جدي مبارزې ژمنه کړې ده.

افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې د کلکې مبارزې ژمنه کړې
افغان حکومت د اداري فساد په وړاندې د کلکې مبارزې ژمنه کړې

افغان حکومت له فساد سره د جدي مبارزې په هدف د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې ځانګړې محکمه او له اداري فساد سره د اغېزمنې مبارزې لپاره یو خپلواک کمېسیون جوړ کړ.

تر دې وړاندې د شفافیت څار بنسټ ویلي وه چې اداري فساد په هېواد کې د ناامنیو زیاتېدو لامل ګرځېدلی دی.

په افغانستان کې د اداري فساد د درنو جرمنو پر ضد د مبارزې ځانګړې محکمې په دې وروستیو کې له فساد سره د مبارزې په تور یو شمېر افغان نظامي او ملکي چارواکي محاکمه کړل.

XS
SM
MD
LG