د لاس رسي وړ اتصالات

ملا برادر: د مقاومت پیغام بد پیغام دی 


ملا غني برادر
ملا غني برادر

د طالبانو د حکومت لومړي مرستیال ملا غني برادر له «ملي تلویزون» سره په خپلې لومړۍ تفصیلي مرکې کې په یو لړ مهمو مسایلو خبرې کړي. دا مرکه تېره شپه جنوري درېیمه (مرغومې۱۳) خپره شوه.

ښاغلي برادر د طالبانو د حکومت د رسمی پېژندنې، بشري حقونو، د نجونو تعلیم، ټولشموله حکومت د جوړېدو او ډېرو نورو مسایلو په اړه غږېدلی دی.

د مقاومت پیغام بد دی

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته داخل شول او یوازینی ولایت چې په کې له مقاومت سره مخامخ شول، پنجشیر و. هلته د احمد مسعود په مشرۍ «جبهې» جنګ کاوه.

له ښاغلي برادر سره په مرکې کې د دغه «مقاومت» په اړه هم پوښتنه وشوه او هغه وویل، چې د دغه «مقاومت پیغام بد دی» او په خبره یې نشي کولای چې په افغانستان کې کومه سیمه ونیسي.

هغه وویل هغه وخت چې ډېر امکانات یې په لاس کې و، «ونکړای شول چې خپل ځان تکیه کړي په افغانستان کې» اوس «د میډیا له لارې د خلکو ذهنو او فکرو ته مقصد یو بد پیغام دوی رسوي، نور خو موږ په دې باندې مطمین یو چې په ټول افغانستان کې چې کومه ساحه ده، دوی به دغه توان ونلري چې یوه قریه دې تر خپلواک» لاندې کړي.

د احمد مسعود په مشرۍ جبهه وايي چې جنګیالي یې اوس هم په پنجشیر کې فعال دي. د دغې جبهې مشر احمد مسعود د سپتمبرپه ۷ (وږي۱۵) د «ملي پاڅون» غږ کړ و، «نن خپلو عزیزو خلکو ته یو مشخص پيغام لرم: وطنوالو هر چېرې چې یاست، که بهر کې یاست او یا داخل کې،‌ له تاسو غواړم چې د خپل وطن د عزت، ابادۍ او سر لوړۍ لپاره عمومي قیام وکړئ....».

ویل کیږي‌ چې په خپله ښاغلی مسعود له افغانستان څخه د باندې دی.

اشرف غني مو نه واژه

طالبانو د کابل تر سقوط مخکې اعلان وکړ چې په نظامي شکل ښار ته نه داخلیږي. طالبان وايي پلان داسې و چې واک به په سوله ایز ډول ورسپارل کېږي، خو ښاغلی غنی له کابل څخه ووت او دا پلان عملي نشو، د مخکني حکومت چارواکي وايي چې د ښاغلي غني د وژلو پلان نیول شوی و.

خو ملا غني برادر دا خبره ردوي او وايي، «که موږ وګورو په جنایت کې دغه ټول سره یو شی دي،‌ خو هغوی چې وینئ دغه دي ناست نه دي،‌ هغه د خلکو سره ملاقاتونه نکوي، د دنیا والو سره ملاقاتونه نکوي،‌ کوم مشکل ورته پېښ شوی دی؟».

دا مهال د پخواني ولسمشر حامد کرزي او اجرايي رئيس عبدالله په ګډون ځینې پخواني افغان چارواکي په کابل کې دي. څه موده مخکې د طالبانو د کابینې یو وزیر ښاغلیو کرزی، عبدالله او د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلمیار «لوی مجرمین» بللي ‌وو.

د افغانستان د مخکني حکومت د ملي امنیت مشاور حمد الله محب د امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکې کې ویلي وو چې د «پاکستان استخباراتي ادارې»‌ پلان درلوده چې ولسمشر اشرف غني ووژني.‌ په خپله ښاغلي غني هم څو ورځې مخکې له بي بي سي سره په یوې ځانګړې مرکې کې دا خبره وکړه.

خو ملا برادر وايي، «زموږ له طرفه ورته عفوه وشوه، نو موږ به څنګه اشرف غني وژلای او یا مو بل وژلای، موږ عفوې ته ژمن یو.»

طالبانو په ۱۹۹۶ کابل ته له ننوتلو وروسته د افغانستان یو پخوانی ولسمشر ډاکټر نجیب الله وژلی و. د بشري حقونو سازمانونه وايي طالبانو په تېرو څو میاشتو کې د افغانستان د مخکني حکومت یو شمېر عسکر او کارکوونکي نیولي،‌ شکنجه کړي، وژلي او ورک کړي دي.

زموږ «حکومت ټول شمول» دی

طالبان د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته داخل شول او بیا یې خپل سرپرست حکومت اعلان کړ. د امریکا په ګډون د نړۍ هېوادونه له طالبانو غواړي چې د ځینو نور مسایلو تر څنګ دې ټول شمول حکومت جوړ کړي.

د طالبانو د حکومت لومړي مرستیال ملا برادر ادعا وکړه چې د دوی حکومت کې د ټولو قومونو خلک شته دي.

هغه وویل: «... تاسو وګورئ چې کوم قوم اقلیت او اکثریت نشته په کې،‌ او کوم قوم داسې پاتې دی چې هغه ته دې د خپل استعداد او اهلیت په اساس عهده ده ته نه وي سپارل شوې. یانې په موږ کې هر قوم شته، خو بیا هم له هغه سربېره، ځکه زموږ کابینه سرپرسته ده، کیدای شي چې موږ نور خلک هم له ځان سره په خپل حکومت کې دخیل کړو...»

تېره ورځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وویل: «هغه څه چې په افغانستان کې له ټولو څخه لومړی د ایران او ګاوندیو هیوادونو د ټینګار وړ دي، د یو ټول شموله حکومت تشکل دی چې د افغانستان د ټولو خلکو او قومونو منعکس کوونکی وي....»

د طالبانو د کابینې ټول سرپرست «وزیران» د دغه غورځنګ غړي، «ملایان» او مولویان» دي او په ټوله کابینه کې یې یوه ښځه هم نشته.

موږ په رسمیت وپېژنئ

شاوخوا پنځه میاشتې کیږي چې طالبان په افغانستان کې حاکم دي،‌ خو لا یې حکومت په رسمیت پېژندل شوی نه دی.

نړیواله ټولنه له طالبانو غواړي چې د همه شمول حکومت تر څنګ دې بشري حقونو او‌ په خاص ډول د ښځو او نجونو د حقونو او تعلیم درناوی وکړي.

ښاغلي برادر وویل چې هغوی د نړیوالې ټولنې «شرایط پوره» کړي او باید په رسمیت وپېژندل شي، او «دا چې یې نه پېژني دا لکه ظلم چې کوي، یو عقديي چلند کوي.‌ داسې څه پاتې نه دي چې اسلامي امارت نه وي په ځای کړي او که چېرې ونه پېژندل شي،‌ ستونزې به راشي.... نو دوی دې په دې باندې تجدید نظر وکړي او غور دې پرې وکړي».

ښاغلي برادر ونه ویل چې د نړیوالې ټولنې «ټول شرایط» څه وو او طالبانو څه ډول بشپړ کړل.

ځینې افغان سیاسي کارپوهان په دې باور دي چې تر څو طالبان د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو د کار او تعلیم په برخه کې یو لړ ګامونه پورته نکړي او په خپل حکومت کې اصلاحات رانه ولي، په رسمیت پېژندل به یې سخت او افغانانو ته به یې زیان ډېر وي.

د سیاسي چارو کارپوه اسدالله زایري وايي: «طالبان په نړیوالې ټولنې د رسمیت د پیژندلو لپاره د فشار د راوستلو په برخه کې لازم سیاسي او حقوقي وسایل په لاس کې نلري. په هرحال که چیرې وضعیت په همدې ډول دوام وکړي کیدای شي افغانستان لپاره حقوقي او سیاسې پایلې ولري د دې ترڅنګ کولی شي په افغانستان کې لوږه او اقتصادي ستونزې نورې هم پراخه شي".

طالبان او د مخکني حکومت چارواکي

په دغې مرکې کې له ښاغلي برادر څخه پوښتنه وشوه دا رښتیا دي چې ځینې بهرني هېوادونه ټېنګار کوي‌ چې د طالبانو سره په حکومت کې د مخکني حکومت ځینې مشخص افراد شامل شي.

هغه ومنله چې دا غوښتنه شوې ده، خو ټېنګار یې دا و چې «دا مشخص افراد» به په خپل حکومت کې نه داخلوي. هغه د دغو کسانو نومونه وانخیستل.

ښاغلي برادر زیاته کړه: «.... نو موږ وروسته تر دې دا فیصله وکړله چې دا خلک به مثلآ موږ سره په نظام کې نشي کېدلای، ځکه که دوی پنځه کسه هم وي،‌ نظام پرې بدنامېږي... موږ خپل نظام په داسې خلکو باندې نه بدناموو،‌ نه یې په خپل دغه (حکومت کې) راولو. بې له هغو نومونو ماسیوا،‌ نور دغسې خلک شته په کې او کېدای شي موږ په تدریج سره هغه خلک بیا له ځان سره ملګري کړو.»

کله چې د طالبانو د کابینې سرپرست وزیران اعلانېدل،‌ د دوی ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې وزارتونه سیاسي موقفونه دي او مرستیالان به تخنیکي خلک وګماري،‌ خو تر دې دمه په دې برخه کې کوم لوی پرمختګ نه دی شوی.

اړوند

XS
SM
MD
LG