د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: افغانستان کې مو د مقاومت جبهې ته وسلې نه دې ورکړي


په پنچشیر کې د مقاومت د جبهې جنګیالي+
په پنچشیر کې د مقاومت د جبهې جنګیالي+

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د «مقاومت ملي جبهې» ته د وسلو ورکولو راپورونه رد کړل.

د دغه وزارت ویاندې ماریا زخاروفا د دوشنبې په ورځ جنوري ۱۷ (مرغومې۲۷) وویل: « د روسیې ضد ځینو امریکايي کارپوهانو د افغانستان په پنجشیر ولایت کې د مقاومت جهې ته د روسي وسلو د ورکولو ادعاوې خپرې کړي او روسیه د دغو وسلو برابروونکې معرفي شوې ده. موږ دا ډول کنایې په مطلق ډول ردوو.»

نوموړې دا ډول خبرونه «جعلي»‌ وګڼل او وویل: «روسیې هېڅکله او په هېڅ ډول په افغانستان کې د جګړې د ښکیلو غاړو په مسلح کولو کې برخه نه ده اخیستې او نه به یې واخلي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې وویل چې په افغانستان کې د جګړې ښکیلو غاړو ته د وسلو ورکول په هغه هېواد کې د وضعیت د ثبات لپاره ګټور نه دي، بلکې جګړه نوره هم زیاتوي او دا کار به «د قومي کشالو له کبله د داخلي جګړو لامل» شي. هغې وویل چې دا سناریو د روسیې د علایقو سره په تضاد کې ده.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵مه نېټه کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته د احمد مسعود په مشرۍ په پنجشیر ولایت کې د «مقاومت جبهه» پرانیستل شوه.

تر دې دمه لا کوم هېواد په ښکاره د دغې جبهې سره مالي او پوځي مرستې نه دي کړي. خو احمد مسعود په وار وار له لویدیځو هېوادونو څخه د مرستو غوښتنه کړې ده.

د دغې ډلې جنګیالي د پنجشیر په غرنیو سیمو کې دي او وخت ناوخت د طالبانو په کاروانونو د بریدونو ادعاوې هم کوي. امیر خان متقي تېره اونۍ وویل چې په تهران کې یې د دغه جبهې له مشر احمد مسعود سره لیدلي دي خو لا د دغه ملاقات په اړه پوره معلومات نه دي خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG