د لاس رسي وړ اتصالات

د سروبي دویم بند د جوړېدو چارې تر یوې اونۍ پیلیږي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د ملي پراخیتا شرکت وايي چې د سروبي د برېښنا دویم بند د جوړېدو چارې تر یوې اونۍ پیلیږي.

دغه بند د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د کابل سیند پر اوبو جوړیږي چې د ګټې اخیستلو په پیلېدو سره به د ۱۲۸ میګاواټ برېښنا تولید کړي.

د یاد شرکت په یوې ویډیويي پیغام کې چې امریکا غږ ته استول شوی دی د انکشاف ملي شرکت د ودانیزو پروژو مشر انجنیر نوید احمد رباني وايي چې د سروبي بند جوړول د اوبو بهېدل نه ټکنۍ کوي.

د کابل سروبي ولسوالۍ
د کابل سروبي ولسوالۍ

ښاغلی رباني وايي "د بند په جوړېدو د اوبو د بهېدو لړۍ په پشپړ توګه نه ټکنۍ کیږي یعنې د اوبو په اړه حقوقي ستونزې نه پیدا کوي."

ښاغلی رباني وايي چې د دغه بند برېښنا به کابل او ننګرهار ولایتونو ته وویشل شي او وارداتي برېښنا ته د اړتیا کچه به راټیټه کړي.

که څه هم د ملي پراختیا شرکت نه وايي چې د سروبي دویم بند جوړېدو لپاره څومره پانګه ځانګړې شوې او په څومره مودې کې به یې کار بشپړ شي، خو وایي چې د بند جوړېدو لپاره پانګه د ملي پراخیتا شرکت له عوایدو تمویلیږي او عوایدو ته په کتو به یې کار روان وي.

د سروبي دویم بند د کابل ختیځ ته د سروبي بند ته نیږدې په شااوخوا پینځه کیلومټرۍ کې جوړیږي.

XS
SM
MD
LG