د لاس رسي وړ اتصالات

د کمال خان بند اوبه زرنج ښار ته ورسېدلې


زرنج ښار ته د لشکري کانال له لارې اوبه ورسېدې
زرنج ښار ته د لشکري کانال له لارې اوبه ورسېدې

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي چې د کمال خان بند کې ذخیره شوې اوبه د لومړي ځل لپاره زرنج ښار ته رارسېدلي دي.

د نیمروز مرکز زرنج ښار د کمال خان بند نه شااوخوا ۹۰ کیلو متره لیرې پروت دی او دغه اوبه د لشکري کانال له لارې دغه ښار ته رسېدلې دي.

د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویاند نظام خپلواک په دې اړه نن یکشنبه اپرېل څلورمه (وری ۱۵) امریکا غږ ته وویل: "زرنج ته رارسېدلې اوبه به د دغه ښار زراعتي ځمکې خړوبې کړي."

د افغانستان ولسمشر د نوي کال په څلورمه د کمال خان بند پرانیسته.

پرانیست غونډې کې محمد اشرف غني وویل چې له دې وروسته به بل هیواد ته وړیا اوبه ورنکړي.

هغه زیاته کړه که ایران وغواړي د دواړو دولتونو د هوکړې له کچې ډېرې اوبه ترلاسه کړي په عوض کې دې افغانستان ته تېل ورکړي.

د چارواکو په وینا دغه بند ۱۸۴ زره هکټاره ځمکه خړوبوي، لږ تر لږه ۹ میګاواټه برېښنا تولیدی او د ۵۲ میلیون متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو وړتیا لري.

د افغانستان په شان وچې کې ایسار هیواد ته چې ډېرې خوږې اوبه یې بهر ته بهیږي دا ښايي د اقتصادي ودې لپاره یو ښه زیری اوسي خو خلک د دغو بندونو د ډېرېدو تمه لري.

د رپوټونو پر بنسټ حکومت وايي چې اوس په ۱۳ بندونو د جوړېدو کار روان دی.

XS
SM
MD
LG