د لاس رسي وړ اتصالات

بلخ کې یو وکیل خپله ودانۍ په کرونا اخته کسانو درملنې ته ځانګړې کړې


په ځانګړې شوې ودانۍ کې په کرونا اخته کسان قرنطین کیږي
په ځانګړې شوې ودانۍ کې په کرونا اخته کسان قرنطین کیږي

د افغانستان د ولسي جرګې یو غړي بلخ کې خپل اوه پوړیزه ودانۍ د ټولو امکاناتو سره د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست ته سپارلې تر څو پکې د کرونا ویروس باندې د اخته کسانو لپاره د قرنطین ځای برابر شي.

عباس ابراهیم زاده تېره ورځ اپرېل درېیمه(وري۱۵) امریکا غږ ته وویل د خپل یو خصوصي روغتون صحي کارکوونکي یې هم د بلخ د عامې روغتیا ریاست سره د همکارۍ لپاره چمتو کړي.

هغه زیاته کړه: "دا چې نن سبا کرونا ویروس افغانستان کې په خورېدو دی له دې بل بد شرایط نشته. زموږ دنده ده چې د خلکو لاس ونیسو. له همدې امله مې دا کار وکړ او که اړتیا یې وي خپل نور امکانات به هم حکومت ته وسپارم."

ښاغلی ابراهیم زاده وايي په داسې حساس وخت کې ټول هغه کسان چې مالي وس لري باید بې وزله هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رییس خلیل الله حکمتي دغه خبر تاییدوي او وايي چې یو شمېر نورو شتمنو کسانو هم حکومت سره د مرستې لپاره تیاري ښودلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان په شان هېواد چې له اقتصادي پلوه ځواکمن نه دی کورني او بهرنیو مرستو ته په کلکه اړمن دی.

نړیوال بانک، چین او ازبکستان په تېرو ورځو کې افغانستان سره د نقدي مرستو ژمنه وکړه او یو شمېر صحي او خوراکي توکي افغانستان ته راورسېدل.

له دې مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبغاړو او یو شمېر نورو ورزشکارانو او سوداګرو د دغه هېواد حکومت او خلکو سره مرستې کړي دي او له شتمنو افغانانو نه یې غوښتنه کړې تر څو د خپلې وسې په اندازې مرستې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په افغانستان کې تر د امهاله د کرونا ویروس ۲۹۹ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپکنس د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د شنبې تر سهاره اپریل۴ (وري۱۶) پورې ۵۸۹۰۱ کسان مړه کړي او تریو میلیون زیات پرې اخته دي.

دا ویروس اوس د نړۍ په ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی دی.

XS
SM
MD
LG