د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس؛ نړیوال بانک افغانستان سره څه باندې ۱۰۰ میلیون ډالر مرسته کوي


په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر د کرونا ویروس سره مبارزې لپاره له دغه هېواد سره څه باندې ۱۰۰ میلیونه ډالر بېړنۍ مرسته اعلان کړه.

نړیوال بانک نن جمعه اپريل دریمه (وري۱۵) په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا مرسته به د کرونا ویروس د ګواښ مخنیوي، مبارزې او د افغانستان د روغتیايي ادارو د پیاوړي کېدو په برخو کې ولګول شي.

په اعلامیه کې ویل شوي: "دغه بېړنۍ مرسته به د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې بهیر نور هم پیاوړی کړي، تر څو په افغانستان کې د کرونا ویروس ګواښ نور هم کم شي او د اړتیا ډېرېدو پرمهال به د افغانستان خلکو ته ډېر روغتیايي خدمات وړاندې شي."

د یادې مرستې ۱۹.۴ میلیون ډالر د نړیوال بانک او نور۸۱ میلیون ډالر د نړیوالې پراختیايي ادارې لخوا چمتو کیږي.

د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس ټاکل شوې دغه مرستې د روغتیا وزارت لخوا د ملګرو ملتونو نړیوال سازمان او نورو غیر دولتي بنسټونو په همکارۍ چې په روغتیايي برخو کې فعالیت کوي ولګول شي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک دفتر رئیسي هنري کرالي ویلي: "نړیوال بانک ژمن دی چې له ستونزو ډکو شرایطو کې د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان حکومت او خلکو ترڅنګ ودریږي او په دغه هیواد کې له ټولو هڅو څخه ملاتړ وکړي."

نوموړې هیله ښودلې چې په یادې مرستې سره د افغانستان روغتیايي بنسټ پیاوړی شي او د کرونا ویروس پراخېدو مخه ونیول شي.

نړیوال بانک داسې مهال دا مرسته اعلانوي‌ چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په دغه هېواد کې د کرونا ویروس ۲۷۳ مثبتې پېېښې ثبت شوي او تر ټولو ډېرې په هرات او کابل کې دي.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکنس پوهنتون د معلوماتو په اساس دا ویروس تر دې دمه د نړۍ په شاوخوا ۱۸۱ هېوادونو کې خپور شوی، څه باندې ۵۳زره کسان یې مړي کړي‌او شاوخوا یو میلیون نور پرې اخته دي.

XS
SM
MD
LG