د لاس رسي وړ اتصالات

تیره اونۍ افغانستان کې د کرونا ویروس ۱۳۹۰مثبتې پېښې ثبت شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت چارواکي وايي، په تیره یوه اونۍ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ۱۳۹۰ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت ویاند جاوید هژیر نن یکشنبه مارچ ۱۳(کب ۲۲) امریکا غږ ته وویل چې په دغه موده کې د کرونا ویروس د ۷۳۴۱ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي.

ښاغلي هژیر زیاته کړه چې په وروستۍ اونۍ کې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس له امله ۲۳ ناروغانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه وویل چې د دوی څېړنې ښيي چې د افغانستان په ځینو برخو کې کرونا ویروس د پراخېدو په حال کې دی او په خبره یې که چیري توجه ورته ونشي په راتلوونکو اونیو کې به د کرونا مثبتې پېښې زیاتې شي.

د روغتیا وزارت د مسؤلینو په وینا په تیره میلادي میاشت کې د کرونا د۳۴۷۰۰ مشکوکو سمپلونو له جملې څخه ۱۰۲۷۶ یې مثبت و، په داسې حال کې چې په تیره جنوري میاشت کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې څه باندې ۵۶۰۰ وې.

د یاد وزارت ویاند همدارنګه زیاته کړې ده چې په دغه هیواد کې د کرونا ویروس په پراخېدو سره تر دا مهاله څه باندې اته میلیون کسانو په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ضد واکسین تر لاسه کړي او په خبره یې دغه بهیر په کابل او ولایتونو کې اوس مهال روان دی.

ښاغلي هژیر وویل چې د ورځې په اوسط ډول ۱۱زره کسان واکسین تر لاسه کوي او پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر دا مهاله ۳/۹ میلیون کسان واکسین شوي دي.

د کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا متحده ایالاتو د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دامهاله په ټوله نړۍ کې ۴۵۷ میلیون کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا اخته شوي چې له ډلې څه باندې شپږ میلیون کسان مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG