د لاس رسي وړ اتصالات

صالح قضايي قوې ته: ترهګرو او مجرمینو ته ژر سزا ورکړئ


عکس ( ارشیف)
عکس ( ارشیف)

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح د دغه هېواد پر قضایي قوې باندې د نیوکې ترڅنګ ویلي چې ترهګر او جنایتکاران دې ژر تر ژره د قانون منګلو ته وسپارل شي.

ښاغلي صالح په خپل فیسبوک پاڼې کې ویلي: "هیله لرم چې قضایه قوه هغه ترهګرو او جنایتکارانو ته چې د هر یو د قضیې ثبوتونه یې هم شته ژر تر ژره د خپلو اعمالو سزا ورکړي."

هغه زیاته کړې چې خلک په تمه دي تر څو وویني چې دغه کسانو سره قانوني چلند وشي.

له بلې خوا د یادو څرګندونو پر خلاف د افغانستان سترې محکمې ویلي چې ټولې قضیې پر وخت څېړل شوي دي.

د سترې محکمې ویاند احمد فهیم قویم په دې اړه امریکا غږ ته ویلي چې د حکمونو صادرول په علني ډول ترسره شوي.

هغه زیاته کړې: "د افغانستان قانونو ته په کتو د بېلابېلو قضیو څېړنه وخت ته اړتیا لري او قاضیان نشي کولی د قانوني عذر نشتون کې وخت په نظر کې ونه نیسي."

ښاغلي قویم دا هم ویلي چې د ولسمشر لومړي مرستیال ورته په سهارنیو جلسو کې ویلي چې د ترهګرو او د جنايي جرمنو تورنو قضیې په لږ وخت کې وڅېړي او دوی هم دغه کار لپاره په هڅه کې دي.

له بلې خوا د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنه په محکمو کې د دوسیو څېړنې کې پڅوالی تایدوي.

د یادې ټولنې یو غړی عبدالوحید فرزه یي پرون شنبه ۲۶ دسمبر ( مرغومی۶) امریکا غږ ته ویلي چې د اساسي قانون پر بنست کله چې یو متهم د حکومت د څېړنو په بهیر کې وي، څارنوالۍ او محکمه شپږ میاشتې وخت لري تو څو د دوسیې څېړنې بشپړې کړي او په اړه یې پرېکړه وکړي.

هغه زیاته کړې: "په ټوله کې همدا اداري کړنلاره ټولو دوسیو ته یو شان نه ده. دا د ټیټ ظرفیت ښودنه کوي او که ظرفیت و ښايي دا ستونزې به نه وې."

د افغانستان لویې څارنوالۍ په دې اړه امریکا غږ ته څه ونه ویل.

د عامو وګړو نیوکې

ځینې عام وګړي وايي چې دغه هېواد کې قضايي قضیې په چټکه پر مخ نه ځي او قضايي بنسټونو له کړنو ناراضه دي.

د پروان اوسېدونکي محمد شعیب په دې اړه امریکا غږ ته وویل: "په خواشینۍ سره زموږ عدلي او قضايي بنسټونو کې ستونزې شته. ډېر هغه کسان چې د جرمنو په اتهام نیول کیږي د بېلابېلو لاملونه له امله په ډېر ځنډ څېړل کیږي."

د کابل ولایت اوسېدونکی شجاع الحق بیا وايي: "په ځینو دوسیو کې پر څارنوالانو باندې د ګواښ له کبله قضیې په ډېر ځنډ څېړل کیږي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا نن ویلي چې په تېرې یوې اونۍ کې ۱۹۵ تنه د بېلابېلو جنايي او ترهګریزو جرمنو په تور نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG