د لاس رسي وړ اتصالات

د بهرنیو چارو وزارت: کیوبا له لسېزو راهېسې د متحدو ایالتونو په ضد کمپاین کوي

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په خپل نوي راپور کې، چې ۷۰ مخونه لري او عنوان یې "کیوبا د یووېشتمې پېړۍ د کمونیزم مرکز" دی، د کیوبا کمونست دولت تورن کړی چې تقریبآ له اوو لسیزو راهېسې د متحدو ایالتونو په ضد د جاسوسۍ او ورانکاریو کمپاین کوي.

د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په خپل ایکس حساب کې دا راپور خپور کړی او ورسره یې لیکلي، "څه باندې شپږ لسیزې کېږي د کیوبا رژیم په متحدو ایالتوونو کې د کیڼ اړخو افراطیانو او د درېیمې نړۍ پالنې عمده ملاتړی دی. د بهرنیو چارو وزارت زموږ په هېواد کې د کیوبا د جاسوسۍ او تخریب بشپړ تاریخ افشا کوي. د امریکا خلک د دغې موضوع په اړه د پوهېدو مستحق دي".

دا راپور، چې د دوشنبې په ورځ خپور شوی د یوې اوږدې جګړې بیان کوي، چې په تنظیم شوې جاسوسۍ، نفوذ، سبوتاژ او لاسپوڅو شبکو ورټوله ده. د راپور په اساس، هاوانا هېڅکله په متقابلو جګړو کې د متحدو ایالتونو د ماتولو وړتیا نه لرله او په ځای یې داسې یوه بټه بڼه جوړه کړې چې امریکا د خپل ځان په ضد وپاروي.

راپور وايي چې د کیوبا اجنټانو د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت، ملي امنیت شورا او پنټاګون لوړو ځایونو ته لاره کړې او پرته له دې چې وپېژندل شي، له لسیزو راهېسې یې پټ فعالیتونه کول.

راپور وايي چې هاوانا لسګونه زره کیڼ اړخه افراطي چریکان روزلي او وسله وال کړي، په څو لویو وچو کې یې د تاوتریخجنو پاڅونونو نظارت کړی، په متحدو ایالتونو کې یې د افراطي بریدونو حمایت کړی او دا ټاپو(کیوبا) یې د متحدو ایالتونو فراري ترهګرو ته په یو امن ځای او د بهرنیو غلیمو ځواکونو لپاره د عملیاتو په لومړي مرکز بدل کړی.

راپور وايي د کیوبیا د کمپاین تر ټولو پایداره سیمه ایډیالوژیکه وه. راپور وايي دا رژیم د مارکسیزم د یوې نوې بڼې، چې په نژادي، ټولنیزو او تمدني نارضایتو ولاړه ده او نه په اقتصادي طبقاتي شخړو، په جوړلو کې مرسته کړې او دا چې کیوبا هېڅکله هم یوازې د پخواني شوروي اتحاد لاسپوڅې نه وه.

راپور وايي چې هاوانا او مسکو د نړیوال مارکسیزم د دوو متفاوتو قطبونو استازیتوب کوي. په داسې حال کې چې د شوروي د کمونیزم بڼه په لویه کچه کې له منځه تللې، خو راپور وايي چې د کیوبا پروژه لا هم په خپل حال ده او هاوانا د «د مدرن کیڼ اړخه افراطي ایډیالوژیک مرکز» په توګه خپل ځای ساتلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په وینا د کیوبا انقلابي شبکې د امریکا ځینې خورا اغیزناک افراطي غورځنګونه جوړ کړي او د تورو پړانګانو او «تر ځمکې لاندې موسم» شبکو څخه نیولې تر انتيفا پورې او په ټول هیواد کې د کیڼ اړخو غیر انتفاعي سوسیالیستي ډلو او مارکسیستي وسله والو سازمانونو سره اړیکې ساتي.

کیوبا د یووېشتمې پېړۍ د کمونیزم مرکز راپور

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې د څو سازمانونو نومونه یاد شوي چې د کیوبا له دولت سره فکري اړیکه لري او د کیوبا د استخباراتو سره مستقیمه همکاري لري، په دغو سازمانونو کې د کیویا له خلکو سره د ملګرتیا شبکه، د کیوبا ملي شبکه، د ملي وکیلانو ټولنه، د خلکو ټولنه او کډ پینګ شامل دي.

راپور همدغه راز کیوبا د امریکا ضد ایتلاف یو لوی بستر بولي او وايي چې په سیمه کې د نفوذ پیدا کولو لپاره د ایران، روسیې او نورو دولتونو لپاره یوه ښه لار ده. د راپورونو په اساس، چین او روسیې په تېرو دریو کلونو کې په دغه ټاپو کې د خپلو استخباراتي او اطلاعاتي مامورانو شمېر درې برابره زیات کړی دی.

مارکو روبیو د جولاۍ په ۱۶مه نېټه د سیاسي ترهګرۍ د بیا ظهور په اړه د وزیرانو په غونډې کې وویل: «د کیوبا رژیم پراخو استخباراتي او فکري شبکو زموږ په هېواد کې او زموږ په لویدیځې نیمه کرې کې د کیڼ اړخه افراطیت په ایجاد کې مرسته کړې او همدغه راز په لویدیځ او له لویدیځ څخه د باندې د کيڼ اړخو افراطي ډلو سره نه شلېدونکی پیوند لري.»

د جولاۍ په ۱۱مه نېټه د کیوبا د مظاهرې پنځمه کلیزه وه، مارکو روبیو په همدې مناسبت وویل چې متحده ایالتونه به د کیوبا دولت له لوري ملي امنیت ته د متوجه ګواښونو سره د مقابلې لپاره «د خپلې هرې وسیلې څخه کار» واخلي.

هغه د مۍ په شلمه نېټه د کیوبا د استقلال په ورځ د کیوبا خلکو ته په خطاب کې وویل: «موږ په متحدو ایالتونو کې له تاسو سره یوازې د موجوده بحران په کمولو کې مرسته نه کوو، بلکې د ښې راتلونکې د جوړولو لپاره یې هم کوو.»

د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې ولیکل: «په متحدو ایالتونو باندې د کیوبا برید په اصل کې د اقتصادي تګلارې یا حاکمیت او یا ان د کومې ځمکې د مالکیت د دعوې له کبله نه و، بلکې دا د لویدیځ د تمدن په ضد یو انقلاب و.»

دا راپور د کیوبا په اړه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څرګندونو وروسته خپور شوی. ولسمشر ټرمپ د مۍ په ۱۲مه نېټه په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «کیوبا ښه عمل نه کوي. یو ماتې خوړلې ملت دی او موږ به په کوم مناسب وخت کې د کیوبا په اړه خبرې وکړو.»

ولسمشر ټرمپ، چې د مارچ په ۲۷مه نېټه په میامي کې د پانګوونې په یو فورم کې خبرې کولې، د متحدو ایالتونو د پوځ په ستایلو سره یې وویل: «په هر حال، بل ځل د کیوبا وار دی.»

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور په اړه لا د کیوبا حکومت کوم غبرګون نه دی ښودلی.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG