د لاس رسي وړ اتصالات

لاینز د امنیت شورا ته: د افغانانو یوازې پرېښودل به ناوړه پایلې ولري

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې وایي چې اوسمهال به د افغانانو یوازې پرېښودل یوه تاریخي تیروتنه وي، هغه تیروتنه چې پخوا هم شوې او ناوړه پایلې یې درلودلي دي.

ډیبرا لاینز د چهار شنبې په ورځ نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې وویل:"د طالبانو په واکمنیدو سره، د افغانستان خلک اوس احساس کوي چې هیر شوي ، یوازې پریښودل شوي او په داسې شرایطو کې چې د هغوی تقصیر ندی، مجازات شوي دي."

میرمن لاینز د ملګرو متلونو امنیت شورا ته ډاډ ورکړ چې هغوی د اقلیتونو د حقونو، د میرمنو د حقونو، د نجونو د زده کړو، ځورونو، همه شموله حکومت او غیر قانوني وژنو په شان د نړیوالې ټولنې اندیښنې له طالبانو سره شریکې کړي او په اکثریت موارد کې طالبانو ویلي دي چې تیروتنې شوي او هڅه کیږي چې رسیدګي ورته وشي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ‌ځانګړې استازي د نجونو د تحصیل په اړه زیاته کړه چې طالبانو ټینګار کړی اوسمهال په داسې طرزالعمل کار کوي چې په ټول افغانستان کې د زده کړو یو سراسري امن چاپیریال رامنځ ته کړي خو ددې پالیسي د جوړیدو او پلي کیدو لپاره ډیر وخت ته اړتیا ده.

طالبانو د سپتمبر په ۱۷ نیټه د هلکانو ښوونځي پرانیستل خو نجونو ته یې له ځینو ولایتونو پرته په اکثریت ځایونو کې له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نده ورکړي چې دې کار د نړیوالو غبرګونونه راپارولي دي.

میرمن لاینز وویل سره له دې چې طالب مشرانو په لومړیو کې د اسلامي قوانینو په چوکاټ کې د میرمنو د حقونو د ملاتړ په اړه ډاډ ورکړی و خو په مجموع کې د میرمنو او نجونو اساسي حقونه محدود شوي دي او دا محدودیتونه په هر ولایت کې تفاوت لري.

د افغانستان په یو شمیر شمالي ولایتونو لکه کندز او مزار شریف ښار کې نجونو ته له لومړي تر دولسم ټولګي د زده کړو اجازه ورکړل شوې ده خو د افغانستان په نورو ولایتونو کې د نجونو د ښوونځیو تړلي پاتې کیدو نړیوال شکونه راپارولي او هغوی له طالبانو غواړي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

میرمن لاینز د مختلفو دلایلو له مخې پر مظاهرو، بیان ازادي، له خپلو سیمو څخه د اقلیتونو د اجباري وتلو او د رسنیو د بندیدو په شان محدودیتونو او همدارنګه د طالبانو له خوا د رسنیو په خپرونو د محدودیتونو د لګولو په اړه اندیښنه ښودلې ده.

هغې د اسلامي دولت د ډلې د خراسان څانګې د پراخیدو په مخنیوي کې د طالبانو د ناتواني او د یادې ډلې بریدونو د زیاتیدو په اړه اندیښنه ښودلې ده. میرمن لاینز ویلي یو وخت د داعش د خراسان څانګې بریدونه یوازې کابل او څو ولایتونو ته محدود وو خو اوس داسې ښکاري چې تقریبا ټولو ولایتونو کې فعالیت لري.

This item is part of
XS
SM
MD
LG