د لاس رسي وړ اتصالات

لیموزین موټر چې پخوا د شتمنۍ نښه وه، اوس یې غوښتنه کمه شوې


اوږده لیموزین موټر چې یو وخت د بډایو او مشهورو خلکو نښه وه، اوس د سرو غالیو په مراسمو او دغه راز واټونو کې ډېر کم لیدل کېږي. د موټرو د کرایه کولو شرکتونه وايي اوس دې موټرو ته اړتیا کمه شوې ده.

آرټ میسیمر د ار.ام.اې کرايي موټرو د نړیوال شرکت مرستیال دی. دا شرکت د ۳۵ کلونو راهیسې خپلو مشتریانو ته ګرانبیه موټر په کرایه ورکوي. میسیمر وايي یو شی په بنسټیز ډول بدل شوی دی. دی وايي، شاوخوا دوه لسیزې دمخه، د دوی سره له ۳۰ څخه ډیر لیموزین وو ، خو نن سبا یوازې دوه ورپاتې دي.

آرټ میسیمر زیاتوي: "يو وخت د لېموزین په شا کې ناسته د حیثیت او مقام نښه وه، خو د وخت په تیرېدو سره ذهنیت بدل شو. وروسته که څه هم په ټیټه سترګه ورته نه کتل کېدل خو د پخوا په څېر ارزښت یې هم نه وو پاتې."

په امریکا کې د ليموزين د ملي ټولنې غړی رابرټ الکساندر وايي، د لیمو د فیشن له مینځه تللو یو لامل دا دی چې اوسني شتمن امریکایان د پخواني رعب او دبدبې پر ځای خاموشه او ارام ژوند خوښوي. هغه وايي: "د ۸۰یمې لسیزې په وروستیو کې، شتمني ښودل فېشن وو. تاسو د مونټ بلانک قلم یا د رولیکس ساعت او د ۵۰۰۰ ډالرو درېشي - او د اوږد لېموزین څخه د بهر وتلو نمایش کولای شو - دا هغه طرز ژوند و چې تاسو یې د ودې هڅه کوله."

میسمیر وايي، په دې ورځو کې لیموزین تر ډېره د جنازو په مراسمو کې کارول کېږي.

د سوداګریزو غونډو او سفرونو لپاره، او همدارنګه د مختلفو محفلونو لپاره، خلک واړه بسونه یا عادي عادي موټرې غوره کوي چې د اوږدو لیموزین موټرو په پرتله یې چلول او پارک کول اسانه وي.

XS
SM
MD
LG