د لاس رسي وړ اتصالات

لویډ آسټن: امریکا به د داعش - خراسان څخه غچ واخلي


د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱ (وږې لسمه) ژمنه وکړه چې متحده ایالات به په افغانستان د داعش له خراسان څانګې څخه په مناسب وخت کې غچ واخلي.

د امریکا دفاع وزیر لویډ آسټن او لوی درستیز مارک ملي د بایډن د حکومت د کابینې لومړی چارواکي وو چې له افغانستان څخه یې د امریکا د اوږدې جګړې له پای ته رسیدو وروستهله خبریالانو سره خبرې وکړې.

ښاغلي آسټن په دې خبري کنفرانس کې وویل:"موږ د امریکا په تاریخ کې د ملکي افرادو د تخیلې تر ټولو ستر عملیات پای ته ورسول. دا قهرمانانه او تاریخي وو."

اما د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د چهار شنبې په ورځ سپټمبر ۱ ( وږې لسمه) تائید کړه پر څه باندې سلو امریکایي اتباعو سربیره د مهاجرت د خاصو ویزو اکثریت متقاضیان ندي ایستل شوي.

د امریکا لوی درستیز مارک میلي په دې خبري کنفرانس کې تائید کړه چې امریکا ممکن په راتلونکې کې له طالبانو سره د ترهګرۍ په وړاندې په مبارزه کې همغږي وکړي.

خو ښآغلي‌ میلي زیاته کړه، دا له پخوا څخه یوه بې رحمه ډله ده او دا چې هغوی بدلیږي که نه، دا به ولیدل شي.

د کابل په هوایي ډګر کې د تیرې پنجشنبې په ورځ د تخلیې د عملیاتو پر پرمهال د داعش خراسان څانګي په یوه برید کې ۱۳ امریکایي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول.

XS
SM
MD
LG