د لاس رسي وړ اتصالات

د تښتیدلو افغان پیلوټانو د خوندیتوب په اړه د بشري حقونو د ډلو اندیښنه


د بشري حقونو یو شمیر ډلې د افغان پوځ د پخوانیو سل ګونو غړو او د هغوی د کورنۍ د غړو د خوندیتوب په اړه چې تیره میاشت کابل ته د طالبانو په نږدې کیدو سره په څو الوتکو کې ازبکستان ته تښتیدلي، اندیښنه لري.

د بشري حقونو د څار سازمانونه او یو شمیر نورې ادارې اندیښنه لري نه دا چې ازبک چارواکي دغه کډوال بیرته افغانسان ته ستانه کړي، چیرې چې هغوی به د طالبانو د رهبرانو د غچ اخیستو له امله اسیب پذیره وي.

د اروپا او مرکزي آسیا لپاره د بشري حقونو د څار سازمان د برخې مشر هیو ویلیمسن وایي:" تاشکند د بشري حقونو د نړیوالو قوانینو له مخې موظف دی په هیڅ ډول شرایطو کې هغه کسان چې ممکن په یو هیواد کې له ځورونې او یا مرګ سره مخ وي، ستانه کړي."

یاد سازمان همدارنګه د هغو نورو سلګونو افغانانو په اړه هم اندیښنه لري چې ازبکستان ته تللي او د بیرته ستنیدو له خطر سره مخ دي.

د پیترزبورګ په پوهنتون کې د حکومتولۍ او مارکیټونو د مرکز مشره جینفر مورتازاشولي یو څه وړاندې ځی، هغه وایي واشنګټن باید دغو پیلوټانو ته د نورو کسانو په شان پناه ورکړي او متحده ایالتونو ته یې بوزي.

میرمن جینیفر وایي:"د امریکا له خوا دغه روزل شوي متخصصین مخکې له دې چې طالبان واک ته ورسیږي، له مرګ سره مخ وو."

څو ساعته مخکې له دې چې کابل د طالبانو لاس ته ولویږي، د افغان پوځ ۵۸۵ غړو د خپلو کورنیو سره یوځای په ۲۲ نظامي الوتکو او ۲۴ چورلکو کې د ازبکستان په طرف پرواز وکړ.

په الوتکو کې دغه ناست پوځیان د ازبکستان د نظامي الوتکو له خوا تعقیب او مجبور کړای شول چې له افغانستان سره پولې ته نږدې د ترمز په نړیوال هوایي ډګر کې کیني.

اوس باید ازبکستان پریکړه وکړي چې هغوی ته پناه ورکړي، بیرته یې افغانستان ته واستوي او یا هم مرسته وکړي چې دریم هیواد ته ولاړ شي. تر اوسه ازبک چارواکو په دې اړه له بحث کولو ډډه کړې ده.

خو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند، امریکا غږ ته تائید کړې چې ازبک چارواکو د افغان پوځ غړو ته سرپناه ورکړې او الوتکي‌ خوندي دي.

دوو ازبک چارواکو هم د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته د امریکا د خارجه وزارت څرګندونې تائید کړي دي.

د طالبانو له خوا د کابل تر نیول کیدو وروسته په سل ګونه زره افغانانو خپل هیواد پریښی او په لس ګونه زره نور اوس هم هڅه کوي چې له هغه هیواده ووځي.

د طالبانو له خوا د غچ اخیستلو ویره، اقتصادي بیوزلي، د کورنۍ جګړې احتمال او د طالبانو سخت قوانین له افغانستان څخه د خلکو د تللو عمده دلایل دي.

XS
SM
MD
LG