د لاس رسي وړ اتصالات

دموکراتانو د ټرمپ نه د لوی څارنوال په دفاع اعتراض کړی


د امریکا په کانگرس کې دموکرات مشران چک شومر او ناسي پلوسي
د امریکا په کانگرس کې دموکرات مشران چک شومر او ناسي پلوسي

د امریکا په کانگرس کې د دموکرات گوند مشرانو ویلي چې د رابرټ مولر د رپوټ نه د امریکا د لوی څارنوال ویلیام بار نتیجه اخیستنې ددغه رپوټ د اصلي موندنو په اړه پوښتنې پیدا کړي.

د امریکا په سنا مجلس کې د دموکراتانو مشر چک شومر او د کانگرس د استازو د مجلس دموکراتې رئیسې ناسي پلوسي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د ښاغلي بار د نتیجې اخیستنې او هغه څه چې د رابرټ مولر په رپوټ کې مطرح شوي د "پام وړ توپیر" شته.

پدغه اعلامیه کې راغلي: " مونږ د (رابرټ مولر) د رپوټ د ارزولو په حال کې یو، یوه مسله څرگنده ده: "هغه دا چې لوی څارنوال بار نتیجه اخیستې چې جمهور رئیس د عدالت مخه نده نیولې، پداسې حال کې چې داسې ښکاري د مولر رپوټ دغه ډول نتیجه اخیستنه چلنج کړې ده".

له دې سره جوخت د کانگرس د عدلي کمیټې رئیس ویلي دي هڅه کوي پدې کمیټه کې د رابرټ مولر حضور ته ډیر ژر زیمنه برابره کړي.

دغه پیښې وروسته له هغې وشوې چې د امریکا لوی څارنوال ویلیام بار د رابرټ مولر د رپوټ له خپریدو لږ مخکې په یو خبري کنفرانس کې راڅرگند شو او پر جمهور رئیس یې د ٢٠١٦ کال په انتخاباتو کې د روسیې سره د اړیکو په اړوند لگیدلي تورونه رد کړل.

ښاغلي بار وویل ددې رپوټ د موندنو په بنسټ که څه هم روسیې هڅه کړې وه چې د امریکا په انتخاباتو کې مداخله وکړي، خو د ښاغلي ټرمپ له اړخه د هغوی سره هیڅ ډول همکاري نده شوې.

خو د روسیې جمهوري ریاست د جمعې په ورځ وویل چې دغه رپوټ د امریکا په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه هیڅ سند ندی وړاندې کړی.

د روسیې د جمهوري ریاست ویاند وویل دا د تاسف وړ ده چې د رابرټ مولر د پلټنو په اړه نارو سورو د واشنگټن او مسکو اړیکې متاثرې کړې دي.

XS
SM
MD
LG