د لاس رسي وړ اتصالات

کابل کې مظاهره کوونکو یو ځل بیا د افغانستان د کنګل شویو پیسو ازادولو غوښتنه وکړه


د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکو د یو لاریون په ترڅ کې یو ځل له متحده ایالاتو څخه د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د خلاصولو غوښتنه وکړه.

دغه لاریون کوونکو چې شمېر لسګونو کسانو ته رسېده نن شنبه سپټمبر ۱۷ (وږې ۲۵) له متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې د افغانستان ټولې کنګل شوې پانګې افغانستان ته وسپاري.

یادو لاریون کوونکو "امریکا د افغانستان د ۹ میلیارډ شتمنۍ په کنګل کولو سره افغان ماشومان له اقتصادي پلوه وژني" او "امریکا دي ژر تر ژره د افغانستان ۹ میلیارډه کنګل شوې شتمني ازاده کړي" شعارونه ورکول.

د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ نېټه په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته د امریکا حکومت د اووه میلیارد ډالرو په ارزښت د افغانستان شتمنۍ ګنګل کړې چې د طالبانو لاس ته ورنشي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د متحدو ایالتونو حکومت تازه اعلان کړی دی چې د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو نیمايي برخه (۳.۵ میلیارد ډالر ) به په سویس کې د «افغان فنډ» په نوم یو نوي جوړ شوي صندوق ته واستول شي چې د افغانستان د اقتصاد د ښه والي په برخه کې ولګول شي.

د امریکا د مالیې وزارت تېره چهارشنبه سپتمبر ۱۴ (وږې۲۳) اعلان وکړ چې دا پېسې به د افغانستان بانک ته، چې طالبان یې کنترولوي، نه انتقالېږي.

د افغانستان د پېسو نوی جوړ شوی صندوق به د افغانستان د مرکزي بانک د ټولو معاملاتو، د وارداتي برېښنا د پېسو د ورکولو، د پورونو د ورکولو او د پېسو د چاپولو په ګډون د نورو ټولو اړوندو اړتیاوو د پوره کولو مسئول وي.

د طالبانو حکومت د افغانستان د ګنل شویو شتمنیو په اړه خپل تازه غبرګون کې متحده ایالتونه د افغانستان د خلکو د شتمنیو په «غصب کولو» تورن کړي دي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد له فرانس پریس خبري آژانس سره په خبرو کې د متحده ایالاتو دغه پرېکړه غندلې او «له کوم شرط پرته» د دغو شتمنیو د پرېښودو غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت همدغه راز خبرداری ورکړی دی چې دا شتمنۍ باید د افغانستان د اقتصادي ثبات څخه پرته په بل ځای کې ونه لګول شي.

دا لاریون چې د دارالامان ماڼۍ سره نږدې پیل شوی و، لاریون کوونکو د امریکا او برتانیې پر ضد هم شعارونه ورکول او د دغو هیوادونو ځواکونه یې افغانستان کې د اوسیدلو پرمهال بشري ضد کړنو تورن کړل.

دا لاریون وروسته له هغې کیږي چې د امریکا حکومت د سویس یو بانک ته د افغانستان بانک د شتمنې درې اعشاریه پنځه میلیاردو ډالرو پریکړه کړې ده.

XS
SM
MD
LG