د لاس رسي وړ اتصالات

کارپوهان: افغانستان کې به د ملګرو ملتونو د نوې استازې ماموریت سخت وي 


روزا اتنبایووا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې
روزا اتنبایووا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې

د ملګرو ملتونو عمومي منشي د قرغیزستان پخوانې ولسمشره روزا اتنبایووا د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې په توګه ټاکلې ده. د چارو کارپوهان وايي میرمن اتنبایووا به یو سخت ماموریت په مخ کې ولري.

خو کارپوهان دا هم وايي چې میرمن اتنبایووا د جمهوري ریاست ترڅنګ په لوړو دیپلوماتیکو موقفونو کار کړی دی چې دا تجربه به د چارو په پرمختګ کې ورسره مرسته وکړي.

ملګروملتونو د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې میرمن روزا اتنبایووا افغانستان لپاره ددغې ټولنې د پخوانۍ ځانګړې استازې میرمن ډیبرا لاینز پر ځای د عمومي منشي د ځانګړې استازې په توګه اعلان کړه.

د ملګروملتونو په اعلامیه کې ویل شوي چې روزا اتنبایووا په رهبرۍ، دیپلوماسۍ، مدني مشارکت او نړیواله همکارۍ کې ۳۵ کلنه تجربه لري. یو کال د جمهوري ریاست، درې دورې د بهرنیو چارو وزارت، په پارلمان کې د غړیتوب او د قرغیزستان د صدراعظم د مرستیالې په توګه کاري تجروبې هم لري.

د نړیوالو اړیکو یو استاد سید جواد سجادي وايي، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره د میرمن اتنبایووا ګمارل له څو اړخونو اهمیت لري. لومړی دا چې ملګرو ملتونو یو ځل بیا یوه ښځه افغانستان کې د خپل ماموریت د پرمخ وړلو لپاره پداسې حال کې ټاکلې ده، چې په دغه هیواد کې ښځې او نجونې په یو سخت وضعیت کې دي او د زده کړو او کار له حقونو محرومې شوې دي او هم د نورو زیاتو محدودیتونو سره مخ دي.

ښاغلي سجادي وویل: "میرمن اتنبایووا له قیرغزستان او له منځنۍ اسیا څخه دغه ماموریت ته غوره شوې ده. د هغې سیمې څخه چې هیوادونه یې تل د خپل جنوبي سرحد څخه خپلو هیوادونو ته د سخت دریځو ډلو د نفوذ او ننوتلو څخه زیاتې اندیښنې لري د همدې له امله د منځنۍ اسیا د یوې اوسیدونکې په توګه کیدای شي د افغانستان د ګډوډیو په برخه کې اغیرمنه اوسي".

د نړیوالو اړیکو دغه کارپوه وايي، چې په وروستیو کلنو کې ملګرو ملتونو په افغانستان کې ډیر فعال رول نه درلود او ترډیره پاملرنه یوازې انساني مسایلو اومرستې رسونې چارو ته اوړیدلې وه.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه طارق فرهادي هم وايي، چې ملګرو ملتونو د دوحې په خبرو کې برخه نلرله که څه هم ددغې ادارې سرمنشي د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د مارچ په میاشت کې یو فرانسوي دیپلومات د سولې په چارو کې د ځانګړي استازي په توګه ګمارلی و، خو عملآ یې د سولې په خبرو کې هڅې څرګندې نه وې.

ښاغلی فرهادي وايي چې فکر کوي د ملګروملتونو نوې استازې به ترډیره د ښځو د حقونو مسلې ته خپله پاملرنه واړوي: "زه فکر کوم اوس مهال افغانستان کې د ملګروملتونو لپاره د ښځو د حقونو خوندیتوب مهمه مسله ده او ددې سره سره چې وايي بین الافغاني خبرې دې بیرته پیل شي خو ملګري ملتونه پرې چندانې باور نلري. د همدې له امله افغانستان کې به د روزا اتنبایووا ترټولو لوی کارهمدا وي که چیرې وکړای شي چې حکومت ته قناعت ورکړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزي او ښځو ته د کار اجازه ورکړي”.


د سیاسي چارو یو بل کارپوه او پخوانی دیپلومات احمد سعیدي هم ورته نظر لري.

خو د امنیتي چارو یو کارپوه اسدالله ندیم، په دې نظر دی چې افغانستان کې به د میرمن اتنبایووا کار ډیر اسان نه وي او یو سخت ماموریت به په مخ کې ولري.

ښاغلي ندیم وویل: "د ښځو پر وړاندې د طالبانو دریځ، رسنۍ، اقلیتونه، د نجونو ښوونځیو بند پاتې کیدل دا هغه ګواښونه او ستونزې دي چې د میرمن اتنبایووا پرمخ کې پراته دي". ښاغلی ندیم افغانستان کې لوږه، مهاجرتونه سیمه ییزه همکاري او د نړۍ له خوا د طالبانو د حکومت په رسمیت نه پیژندل هم د هغو ستونزو په توګه یادوي، چې د ملګروملتونو د ځانګړې استازې په مخ کې پرتې دي.

د تیر۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ مه واک ته د طالبانو د رسیدلو سره سم پر افغانستان باندې د نړیوالې ټولنې مرستې بندې شوي او هم د امریکا د حکومت له خوا د افغانستان بانک د شاوخوا لس ملیاردو ډالرو د شتمنیو د کنګل شوه چې دا هیواد یې د اقتصادي بحران سره مخ کړ.

د ملګروملتونو د عمومي منشي له خوا افغانستان لپاره د ځانګړې استازې ډیبورا لینز ماموریت د روان میلادي کال د جون په میاشت کې پاتې ته رسیدلی و.

میرمن لنیز د خپل ماموریت په پای کې افغانانو څخه په یوه بیانیه کې د خپلې مخه ښې پر مهال په افغانستان کې جګړه، د کرونا ویروس د وبا خپریدل د خپل ماموریت پر وړاندې د ګواښونو په توګه یاد کړي و. همداشان میرمن لینز افغانستان کې د جمهوري نظام ړنګیدل او واک ته د طالبانو بیرته رسیدل د خپل ژوند په غیرمنتظره تجروبو کې یاد کړي و.

XS
SM
MD
LG