د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پټ هګسېت وايي چې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ګډوډ وتلو او په خاص ډول د تخلیې په ماموریت کې د ۱۳ امریکایي سرتېرو وژنې په اړه د اروزنې راپور به د روان کال تر دوبي پورې خپور شي.
هګسېت د جمعې په ورځ (اپریل۲۴) په پنټاګون کې په یو خبري کنفرانس کې یو ځل بیا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل «کړکیچ زېږوونکي» وبلل.
د جګړې وزیر پیټ وویل: «د ګانګرس په هڅو کې یو لیکلی راپور و، خو هېڅکله هم ژوره ارزونه نه ده شوې، چې ټول موضوعات په کې راونغاړو او د هغه څه په اړه چې پېښ شوي او ولې پېښ شوي، خبرې وکړو. دا ارزونه د روان کال تر دوبي پورې خپرېږي او فکر کوم چې تر دې دمه د یو لړ مسائیلو په اړه د دغه وزارت له لوري په شویو ارزونو کې تر ټولو ډېره جامع ارزونه ده.»
د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت له افغانستان څخه د تخلیې د ماموریت په مهال د کابل د هوايي ډګر په مخکې د داعش ډلې ځانمرګی برید وکړ چې په کې ۱۳ امریکايي سرتېري او ۱۷۰ افغانان ووژل شول.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر له افغانستان څخه د دغه بې نظمه وتلو مسئولیت د مخکني ولسمشر جوبایډن په حکومت واچوه، هغه له کومې مشخصې اشارې پرته په اوکراین باندې د روسیې برید او په اسرائيل باندې د حماس برید ته په کتو وویل چې نړۍ د دغه «ناورین» شاهده وه او په همدې اساس یې پرېکړې کړي دي.
د جګړې وزیر پیت هګسېت وویل: «ولادیمیر پوتین پرېکړه وکړه، حماس پرېکړه وکړه او ویې لیدل چې امریکا په دې اړه کوم کار نه شي کولای. هغوی په کښتیو بریدونه وکړل، هغوی ځکه بریدونه وکړل چې جو بایډن او حکومت یې کمزوري ښکاره شول او له افغانستان څخه وتل هغه څه وو چې نړۍ ولیدل او په داسې حال کې چې موږ وتلو، خلک زموږ په الوتکو پورې ځوړند وو.»
له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د بې نظمه وتلو د کمېټې مسئولیت د جګړې وزارت د ویاند شان پارنل په غاړه دی.
فورم \ دبحث خونه